کابل ( پژواک، ٣ غبرګولى ٩٤ ) : هندوستان وايي چې د افغانستان د حاجيګک کان له پروژې څخه نه دي په شا شوي.
هندي رسنيو پرون خبر ورکړى و، چې د هندي کمپنيو کنسرسيوم چې په باميان ولايت کې د حاجيګک په کان کې يې پانګونه کړې، له دې پانګونې څخه لاس په سر شوی دی.
رسنيو د دغه شرکت د چارواکو له خولې ويلي و، چې د تخنيکي، مالي ستونزو او د امنيتي ګواښونو له امله نه شي کولی چې دغه پروژه پر مخ بوځي.
خو په کابل کې د هندوستان سفير امر سنها ياد راپور ناسم بللى دى.
هغه پرون په دې اړه د پژواک د خبر تر خپرېدو وروسته په ټولنيزه شبکه (ټويټر) کې ليکلي چې د ياد کنسرسيوم په غونډه کې دحاجي ګک د پروژې د اسانتياووپه اړه ارزونه شوې ده .
نوموړي ويلي، په دې غونډه کې هغه ډول پرېکړه نه ده شوې، څه ډول چې رسنيو خپره کړې ده.
د حاجيګک د اوسپنې کان په باميانو ولايت کې موقعيت لري، چې د کانونو وزارت له لوري په ١٩٦٠زېږديز کال کې کشف شوى دى .
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه کان کې نږدې ۲ ميليارده ټنه اوسپنيز کاني مواد اټکل شوي، چې ٦٢ سلنه يې خالصه اوسپنه جوړوي.
د حاجيګک د اوسپنې کان د ١٣٨٩ لمريز کال په تلې مياشت کې داوطلبۍ ته وړاندې شو چې په پايله کې يې د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت په ١٣٩٠ لمريز کال کې هندي (SAIL) او کاناډايي (KIL) کمپنۍ ګټونکې اعلان کړې.
د هندي کمپنيو ياد کنسرسيوم ته د کان د کيندنې او کاناډايۍ کمپنۍ ته د اکتشاف يا پلټنې چارې وسپارل شوې.
د تړون له مخې، د هندي کمپنيو ګډ کنسرسيوم (سيل) به د ۱۱ کلونو په اوږدو کې پر دغه کان د ۱۰،۸ ميلياردو ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.