Article

د هلمند ولايت کانونه

لښکرګاه(پژواک،٢٨ليندۍ٩٢): د هلمند ولايت د کانونو اداره وايي، چې ددې ولايت په  بېلابېلو سيموکې مختلف کانونه شته، چې د ولايت په کچه په مسلکي او فني استخراج کې يې کوم ګام نه دى پورته شوى.

ددې ولايت دکانونو رييس عصمت الله شمس پژواک خبري اژانس ته وويل،سره له دې، چې په هلمند کې د اټکل له مخې، نږدې ١٦ ډوله د بېلابېلو ډبرو کانونه پېژندل شوي دي.

شمس وويل: د هلمند په سرحدي ولسوالۍ خانشين کې، چې له مرکز لښکرګاه څخه سوېل ته په ١٦٠ کيلومترۍ کې پاکستان سره  ګډه پوله لري، د کانونو څلور ډوله  ډبرې پکې شتون لري.

دا ډبرې لکه: يوراينوم(Uranium)،مقناطيس يا اهن ربا(Magnet)، ايپاتيت او کاربونيت carbonate مواد دي، چې په دې ولسوالۍ کې تثبيت  شوي دي.

د هغو جيولوجيکي څېړنو په پايله کې، چې په ١٣٥٠ لمريز کال کې د فرانسې له خوا په افغانستان کې ترسره شوې ده، د يورانيمو زېرمې د هلمند ولايت په خانشين ولسوالۍ کې ښکاره شوې دي.

په دغې سروې کې ښودل شوې، چې د هلمند په خانشين ولسوالۍ کې د يورانيمو دغه زېرمې د نړۍ په کچه د يادولو وړ دي، چې په عين حال کې د دې ترڅنګ د بيرايټ، فلورايټ، نفلين، نيوبيم او تانتاليم هم موجود دي.

له بل پلوه د امريکا د ناسا ادارې سروې له مخې ، د دې ولايت په خانشين ولسوالۍ کې تقريبا۱،۴ ميليونه متريک ټنه نيوبيم او فسفر، همداراز د ۳،۵ متريک ټنو په اندازه يورانيم او توريم اټکل شوي دي.

د ناسا ادارې څېړنو په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې له وسپنې او مسو وروسته د نيوبيم درېيمه درجه سترې زيرمې شته، چې د نړيوال سټنډرډ له مخې، ۸۱،۲ ميليارده ډالره ارزښت لري.

شمس وايي، په هلمند ولايت کې پېژندل شوي نيوبيم هر ټن ډبره كې يو عشاريه څلور كيلو ګرامه خالص يوراينيم موجود دي، همداراز په خپله د نيوبيم په هر ټن ډبره کې ۳،۵ كيلوګرامه  نيوبيم خالص مواد شته دي.

دکانونو د رييس د معلومات له مخې، د خانشين ولسوالۍ ته څېرمه په يوه بله سرحدي ولسوالۍ ديشو کې، چې له مرکز لښکرګاه څخه ٢١٥ کيلومتره فاصله لري. قلعي، سرب، جست او روخام ډبرو زېرمې موجودې دي.

د نوموړي په وينا، په يادو ولسواليو کې يواځې د روخام ډبرې کيندل کيږي او له نورو يې په سمه توګه ګټه نه ده پورته شوې.

سرچينه وايي، چې د روخام ډبرو کانونه په ديشو او خانشين ولسواليو کې ٤٥ ځايه تثبيت شوي دي، چې له پنځو شرکتونو سره يې قرارداد شوى دى، خو خپلسرې کيندنې پکې لاهم روانې دي.

د کانونو د رييس په وينا، سره له دې، چې په هلمند کې په ١٣٤١ لمريز کال کې د روخام ډبرو د پروسس لپاره د ددولت له خوا فابريکه جوړه شوه، چې هر کال ٦٠ ټنه ډبرې پروسس کوي، خو بيا هم د روخام ډبرو زېرمې، چې د ديشو ناامنه ولسوالۍ په هواره او نيمه هواره سيمو کې دي، د يو شمېر افغان  او پاکستاني قاچاق وړونکو له خوا په اسانۍ سره پاکستان ته قاچاق کيږي.

سرچينه وايي، په هلمند  کې د روخام ډبرو پروسس فابريکه په ١٣٤١ لمريز کال کې د امريکا له خوا جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دې فابريکې رييس محمد لعل کارګر وايي، چې هرکال له ٥٠ تر ٧٠ ټنه پورې ډبره پروسس کوي او زينتي توکي ترې جوړوي، چې نړيوال بازار لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې ، د روخام ډبرې په ساختماني کارونو کې د کاشي په څېر کارول کيږي او د دې تر څنګ مجسمې، ګلدان او نور زينتي توکي ترې جوړيږي.

نوموړي وويل، دهلمند ولايت په پنځو ولسواليو (موسى کلا، سنګين، کجکي، نوزاد او واشير) کې هم د بېلابېلو ډبرو کانونه شته، چې تردې مهاله په سمه توګه نه دي تثبيت  شوي.

د کانونو رييس عصمت الله شمس پژواک ته وويل، دغه پنځه ولسوالۍ، چې د هلمند په شمال، شمال ختيځ او  شمال لوېديځ کې له مرکز هلمند څخه له  ٩٠ تر١٤٣ کيلومتره فاصله کې موقعيت لري، ګچ، سرب، سيماب، جست، ولفرام، ولفرام طلا، مسکويټ، مولبدين، ايپدوټ، طلا او مس دي، چې د استخراج او پروسس لپاره ځانګړي وسايل او موادو ته اړتيا لري، چې دکانونو او پټروليم وزارت او شرکتونو سره نشته، ځکه تردې مهاله په قانوني ډول او يا هم په خپلسر کيندنې په کې نه دي ترسره شوي.

١-ولفرام: يو ډول ترکيبي عنصر دى، چې په طلا او نورو مواد کې شته او کارول کيږي.

٢-مسکويټ: دا ډول مواد په برقي وسايلو کې کارول کيږي او د ښيښو په صنعتي او ورته  برخوکې هم ترې ګټه پورته کيږي.

٣-مولبدين: تر کيبي مواد دي، چې په سيماب او نورو عناصرو کې په طبعي ډول شته او دغه راز ترې ګټه پورته کيږي.

٤-اپاتيت: خپله سور رنګ لري، دا ډول منرال ٩٢ سلنه په کيمياوي سره (کود) کې کارول کيږي، ددې ترڅنګ د لوښو په شامپو او اور غور ځوونکو لکه  پشنګ جوړولو کې هم کارول کيږي، همداراز له اپاتيت څخه دمرغانو (چرګانو) په يو ډول غذا جوړولو كې هم  ترې ګټه اخيستل  كيږي.

٥-مګنيټ:وسپنه ده، چې بېلابېل ډولونه لري.

شمس وايي، څېړنې يې دوام لري او د دې امکان شته، چې نور مختلف کانونه په دې ولايت کې کشف او وپېژندل شي، خو اوس د ځينو ستونزو له امله په دې کار نه دي بريالي شوي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814