Interviews

نه به تل ناصر خان وي او نه به يې سره اوښان

کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٢): شاوخوا سل کلن سپين ږيری حبيب الرحمن ، چې دده او  د کورنۍ عمر يې د جګدلګ د ياقوتو د کان په کېندنه او سوداګرۍ کې تېر شوی وايي، چې په پخوا زمانوکې به يې ددې کان قېمتي ډبرې او ياقوت د پېښور،مومندواو باجوړو پرسوداګرو پلورل.

حبيب الرحمن د محمد خليف زوی او د مشهور مالدار سړي ناصر خان لمسى دی، چې له کلونو کلونو راهيسېيې د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ اړونده د جګدلګ د ياقوتو په کان کې  کار کړی او د ياقوتو سوداګري يې کړې ده.

نوموړی وايي ، چې که څه هم د خپل عمر کره اندازه ورته نه ده معلومه، خو د ترونو له څرګندونو، چې ده ته يې ويلي د امان الله خان د واک ته رسېدو پر مهال د لسو يا پنځلسکلونو و، داسې اټکل کوي، چې اوس به دی تر سلو کلونو زيات عمر لري.

دغه سل کلن سپين ږيری وايي ، چې د خپل پلار او نيکه تر مړينې وروسته ده هم د جګدلګ د ياقوتو له کان څخه را اېستل شوي ياقوت او قېمتي ډبرې له هغه کسانو، چې په دغه کان کې يې کار کاوه اخيستې او هغه به يې په بېلابېلو لارو د پېښور ښار د مالګې منډيي بازار  ته وړلې ، چې بيا به هلته د غميو او قيمتي ډبرو بهرني سوداګر راتلل اوددوی وړل شوې قېمتي ډبرې به يې ترې اخيستلې.

حبيب الرحمن  وايي ، چې دده نيکه ناصر خان ددې سيمې او ولس تر ټولو ستر خان او د مال او جايداد څښتن و ، چې په اړه يې هغه مشهور متل هم پاتې دی ، چې وايي:(( نه به تل ناصر خان وي او نه به يېسره اوښان) چې دده په وينا، ناصرخان دهغه وخت د حکومت د واکمنوله خوا د جګدلګ د ياقوتو پر کان باندې د ساتونکي او محافظ په توګه ګومارل شوی و.

نوموړی وايي ، چې د ناصر خان تر مړينې ووروسته بيا دده پلار (محمد خليف) ته د جګدلګ د ګودام د ساتنې اود دووسيمو(سرخ آب او جګدلک)  صوبه داري ورکړل شوې وه.

دی وايي، چې هغه وخت په افغانستان کې داسې ماشينونو شتون نه درلود ، چې پر ياقوتو پورې نښتې ډبره صافه کړي، ځکه به يې په لاس او څټک دغميو تر صافولو وروسته هغه د پېښور نمک منډيي ته وړل ، ترڅو ياقوت په سمه توګه ترې را وباسي او شاوخوا ډبره يې صافه کړي.

داچې دوی به هغه وخت په څه ډول د پېښورترنمک منډيي پورې تلل،په دې اړه نوموړی وايي:((د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه وخت تګ راتګ بې پاسپورټه بند و،نو موږ به د غرونو له لارې دکونړ د نوا پاس د غره له لارېيا د تورخم له لارې تللو، يا به که چا پاسپورټ درلود، سم به په موټر کې تلل.))

نوموړی وايي، څرنګه چې د جګدلګ ياقوت ډېر قيمتي او ډير ارزښتناکه دي، نو د پېښور تر نمک منډيي پورې به چې دوی دا ياقوت ورسول، هلته به سوداګرو دا پر بهرنيانو پلورل او ان هندوستان ، لندن،امريکا او نورو هېوادونو ته به يې هم وړل.

نوموړی وايي، چې د پېښور په مالګې منډيي کې هغه وخت داسې ماشينونو شتون درلود، چې کله به د ياقوتو درز شوی غمی ور وړل شو، نو په ډېره آسانۍ سره به يې پر هماغه درز پرې کړ او ياقوت غمی به  له ټوټه ټوټه کېدو  ژغورل کېده.

حبيب الرحمن زياتوي، چې کله به دوی د پېښور مالګې منډيي ته د جګدلک ياقوت ورسول، نوچې کله به  يېد ياقوتو سلامت غمي ورسول، هغه به ښه بيا خرڅېدل، خو چې کله به د څټک يا مارتول د ضربې له امله،د ياقوتو په غمي کې درز يا جال راغلی و، هغه به بيا په ټېټه بيه خرڅېدل.

حبيب الرحمن دا هم وايي، چې که څه هم  په برما او نورو هېوادونو کې هم د ياقوتو کانونه شتون لري،خو دجګدلګ ياقوت په ټوله نړۍ کې زيات ارزښت او لومړی مقام لري.

نوموړی د جګدلګ د ياقوتو د کان د اوسني وضعيت په اړه وايي، چې دی د شوروي اتحاد د يرغل پر وړاندې د جهاد په موده کې د سيمېله نورو خلکوسره يوځای پاکستان ته مهاجر شو، خو له هجرت څخه تر بېرته راګرځېدو وروسته په کابل کې اوسي.

حبيب الرحمن زياتوي، دومره خبر دی، چې اوس کله ناکله د سروبي ولسوالي سيمه ييزو خلکو ته اجازه ورکوي، چې د جګدلګ د ياقوتو له کان څخه په خپلسر کېندنې وکړي، خو دا اجازه دايمي بڼه نه لري اوکله ناکله اجازه ورکوي او کله يې بيا بېرته بندوي.

دا شاوخوا سل کلن سپين ږيری، چې د سروبي ولسوالۍ د جګدلګ سيمه او د ياقوتو د مشهور کان شاوخوا سيمېيې اصلي ټاټوبی دی،دخپلو شخصي معلوماتو پر بنسټ دا هم وايي ، چې کله د سروبي ولسوالۍ د سيمې خلکو ته د ياقوتو په کان کې د کېندنو اجازه ورکوي، نو غوښتنه يې ترې دا وي ، چې ترلاسه شوې ګټه ورسره نيمايي  کړي.

مرکه : رحيمزی

Give us a call on +93 20 220 1814