Interviews

د ولايتي شورا غړي او له کانونو څارنه

 

۱- ښايسته جان احدي، د پکتيا د ولايتي شورا ریيس:

په دې کې شک نشته چې پکتيا ولايت د کانونو له پلوهزيات ذخاير لريخو له بده مرغه د دولت د نه پاملرنېله املهتر اوسه نه دي تشخيص شوي تر څو قرارداد یې لاسلیک او استخراجيې ترسره شي. په همدغه ولايت کېموږ له امنيتي ارګانونوسره د کانونود قاچاق په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړېدي، خود ځنګلونودوهلو په شان يې د کانونو قاچاق په اړه همد زورواکو مخه نه دهنيول شوې او همدا ډول د احمد ابا ولسوالۍ د مچلغود مسو په کان کې يواځې د نمونې په ډول د کانونو وزارت يواستخراجي شرکت ته د څو سوه ټنو کاني موادو دوړلواحکام ورکړي وو، خو نور نه پوهېږوچې څه او څنګه به يې کړي وي.

 

-

عبدالمبين فقير زاده، د پکتيکا د ولايتي شورا ریيس:

په پکتيکا ولايت کې د کانونو رياستاوس تازه فعال شوی چې د کانونو په اړه يې لا څه نخ دي کړي، خو همدا ولايت ډېر او غټ غټ کانونه لري لکهد کرومايت،د ډبرو سکرو، سرو زرو، تېلو او داسې نور. هغه سيمې چې کانونه په کې دي، لکه ګومل، برمل، جاني خېل او خير کوټ ولسوالۍ،همدارنګه تر دې دمه ددغه ولایت د کانونو په برخه کې قوم قرارداد هم نه دی لاسلیک شوی او د قاچاقو په اړه هم کوم خبر نه لرو، تر څو چې امنيت نه وي هيڅ کوم استخراجي قرارداد به هم ونه شي.

 

عاقله حسیني،د باميانو د ولايتي شورا منشي:

باميانو ولايت د کانونو له پلوه يو غني ولايت دى چې اوسپنه او د ډبرو سکاره يې په سر کې راځي،همدا دوه کانونه د افغانستان په سطحه تر ټولو لوى کانونه دي،که قانوني کار پرې وشي د باميانو ولايت وګړي به له بيکارۍ او فقر څخه خلاصون پيدا کړي.په همدغه ولايت کې خپلسرې کيندنې يواځې د ډبرو سکرو په کانونو کې کېدلى چې اوس مهار شوېاو د اوسپنى خپل سري استخراجامکان نه لري.تراوسه د باميانو په ولايت کې د کانونو په اړه په خاص ډول د قيمتي ډبرو په برخه کې څېړنې نه دې شوې او زيات کانونه په پټه او نا پېژانده ډول تر ځمکې لاندې پراته دي.

 

 

محترمه امين"،د ننګر هار د ولايتي شورا غړې:

د ننګرهار د کانونو په اړه لاتر اوسه هم دولتنه دى توانېدلى چې هغه استخراج کړي، حال دا چې موږ په هرهولايتي اداري ناسته کې د کانونو دغيرقانوني استخراج دمخنيوي او دقانوني استخراج او تشخيص په اړه پیشنهادونه کړي خو چا عملي کار پرې نه دى کړى، یوازې د غيرقانوني استخراج مخه نيول شوې ده. په همدغه ولايت کې تنها په نوم د کانونو رياست لرو چې هېڅ کوم فعاليت نه شي کولاى او نه د فعاليت وړتيا لري پرته د کوچنيو قراردادونو څخه.

 

 

ډاکتر محمد افضل حديد، د بلخ د ولايتي شورا ریيس:

د بلخ په بېلابېلو سيمو کې د ياد وړځمکنۍ زيرمې لرو، خو لا هم په اساسي ډول د کانونو د استخراج په اړه ګړندي کارونه نه دي شوي، زموږ ولايت د نفت، ګاز،چونې، مالګې، جغل او نورو ډبرو له پلوه غني ولايت دى.ځيني دولتې قراردادونه شوي خو کله چې قرارداد کوونکي ته کار سپارل شوى نو بيا د کانونو اړوند ادارې د هغه قراردادڅارنه نه دهکړې، دبېلګې په توګه د چشمه شفاء او شاديان دښتې چې د کانونو وزارت له خوا دجغل اچونې قرارداد شوى،د قرارداد له مخې مواد وړل شوي، خو په قرارداد کې دا هم ياد شوي،هغه ځايونه چېجغل ترې وړل شوى وي بېرته باید هوارې شي، حال دا چې دغه سيمې بايد په کرنيزو ځمکو بدلې شوې واى، چې اوس په کېسترې کندې جوړې شوې دي. همدا ډول د البرز غرونو په لمنه او د تاشقرغان په سيمو کې د چونې د استخراج قرارداد شوى خو د موادو له لېږد څخه وروسته د کان موقعيت د شاړې سيمې په توګه پرېښودل شوى دى. د داسې کړنو پر وړاندې مو تر خپله وسه څارنه کړې او خپله سيمې ته تللى يم، اړوندو ادارو ته مو راپور ورکړى دی.

 

 نور محمد ظريفي، د هرات د ولايتي شورا غړى:

د افغانستان په سطحه د هرات ولايت د زياتو کانونو لرونکى دى، د خلکو د مالوماتو په اساس، چې ځينو خارجي شرکتونو غوښتل د نفتو معادن په غيرقانوني ډول استخراج کړي، چې د ولايتي شورا له خوا دا موضوع له مرکز او رسنيو سره شریکه کړای شوه. تاسې به خبر ياست چې خارجي شرکتونه د کرخ ولسوالۍ ته تللي وو، د کانونو د پيژندلو لپاره يې له هغې څخهپه غيرقانوني استخراج لاس پورې کړ. دکرخ په ولسوالۍ کې طلا او همدارنګه قيمتي ډبرې شتون لري، چې د هرات او بادغيس د سرک جوړولو په وخت کې قيمتي ډبرې را څرګنډې شوې وې، چې هرات ولايتي شورا د سرک جوړنې چارې وځندولې او اطلاعات او فرهنګ وزارت يې په جريان خبر کړ او ورسته اجرات وشول. همدا رنګه هرات ولايت زياتې معدنې زیرمېلري د مثال په توګه یوازېپه ادرسکن ولسوالۍ کې زمرد، ګچ او نور کانونه شتون لري. حتي وړاند وينه شوې چې د هرات په لویدیزه برخه کې يورانيم هم تشخيص شوي دی. هيوا د مو غريب دى، خپله دا توان نلري چې استخراج يې کړي نو مجبورآبهرنيو شرکتونو ته مخه کوي تر څوپه استخراج کې ورسره مرسته وکړي. بعض اشخاص او کړۍ د حکومت په راس کې قرار لري چې غواړي د افغانستان له کانونو څخه د مشخصو کسانو لپاره ناوړه ګټه پورته کړي،چې د هرات ولايت هم له دې ضرر څخه خوندي نه دى.هغه کسان چې په غيرې قانوني ډول کانونه استخراج اوقاچاق کوي، که د ولايتي شورا او رسنيو پام ور وانه وړي،نو زیان به يې ټول افغانستان وویني، په هرات ولايت کې له پخوا راهيسې قاچاق کېږي، چې د هر قاچاق موضوع مو کانونو وزارت ته رسولې ده.

عبدالله احمدزی

 

۱۰- نادر خان ګيرووال، د غزني د ولايتي شورا غړى:

موږ د غزني د کانونو په اړه،لکه څرنګه چې بايد معلومات مو درلوداى، هغسې معلومات نه لروخو په همدغه ولايت کې د کانونو رياست داسې څه نه دي کړي چې د غزني ولايت ټول کانونه کشف او يا معلومات ترلاسه کړي. د کانونو رياست بايد يوه مجله له چاپه را ايستلې واى چې په هغې کې د همدغه ولايت ټول معادن پېژندل شوي واى خو دوى تر اوسه هېڅ نه دي کړي بـس يوازې شخصي ګټې په پام کې نيسي او په دې لاره کې يې هېڅ د پام وړ کارونه نه دي کړي. د کانونو له و ضعيته خبر نه يم او دولت هم په دې اړه هيڅ پاملرنه نه ده کړې.د غزني له ولايتهپخوا هم د کانونوقاچاق کېده او اوس هم قاچاق کېږي، کوم معلومات چې لرم دا قاچاق د يو شمېر زور واکو او وسله والو له خواپاکستان او ايران هېوادونو ته ترسره کېږٍي، هغه سيمې چې کانونه په کې شتون لري، هغه د زور واکو او وسله والو تر واک لاندې دي، خو د هر ځل په قاچاق سره موږ دولت ته خبر ورکړى دى.

 

مولوي کريم عباس، د پنجشېر د ولايتي شورا غړى:

دلته په پنجشېر کې زمرد ډېر پيدا کېږي چې څو ځلې مو له نږې د زمردو له کانونو ليدنه کړې،مونږ د پنجشېر ولايت د کانونو ریيس ولايتې شوراته د معلوماتو او د د هغو د خونديتوب لپاره را بللى و، د همدغه ولايت د معادنو وضعيت ښه دى، قاچاق نه کېږي، ټولې چارې يې دولايتي شورا په تفاهم د کانونو د رياست له کنترول سره سمې پرمخ ځي. تراوسه په پنجشېر کېد کومکان رسمي قرارداد نه دى شوى، د پخوا په شان په غير فني ډول استخراجېږي،حکومت شته اود کانونو رياست خپله فيصدي ترې اخلي خوزمرد په کمه اندازه پيدا کېږي که څوک يې قاچاق هم کړي څوک پرې نه پوهېږي.

الحاج عبدالمجيد شکيب، د بادغيس ولايتي شورا ريیس:

د هغو سروې ګانو له مخېچې دوه کاله وړاندې په بادغیس ولایت کېترسره شوې وې، د هرات له پولو نيولې تر بالامرغابه اوهمدارنګه د تر کمنستان پولې ته نږدې ګاز او نفت په پراخه پيمانه لرو. همدارنګه د ډبرو سکرو تر څنګساختماني ډبرې هم شته چې محلي خلک ترې استفاده کوي. همدا ډول زموږ خلک له اطرافو څخه بعضې قيمتي ډبرې راوړي، خو خلک ورسره اشنايې نه لري. په بادغیس ولايت کې تر اوسه کوم کان قرارداد ته نه دى سپارل شوى، ځکه يو کال لا پوره شوى نه دى چې د کانونو رياست منظور او اداره يې لا بشپړه شوې نه ده.

نفيسه هجران، د لوګر د ولايتي شورا غړې:

په لوګر ولايت کې ډېر کانونه شته چې ځيني يې په خوندي سيمو او ځيني يې په نا امنه سيمو کې شتون لري چې هلته امنيتي کسان هم نشې تلاى تر څو ثابته شي، چېپه څومره کچه کانونه او کوم مواد شتون لري، په لوګر ولايت کې چې مشهور کان دى هغه د عينکو د مسو کان دى چې له نږدې موورڅخه ليدنه کړې، په لوګر کې ځيني وخت کانونه قاچاق کېږي خو د امنيتي کسانو په خبرېدو سره د هغوى مخه نيول شوېده، لکه ازره چې ناامنه او له پکتيا سره پر پوله پرته ولسوالۍ ده، د کرومايټ ډبرو کانونه لري، د پکتيا له لارې کله نا کله پاکستان ته قاچاق کېږي خو چې پکتيا ته رسېږي د امنيتي ارګانونو له لارې يې مخه نيول کېږي.

 

Give us a call on +93 20 220 1814