Info Mines

د افغانستان نفتي حوزې

  تراوسه په افغانستان کې تر ټولو زياتې څېړنې د نفت (تېلو) لرونکو پنځو حوزو په برخه کې شوې دي، چې دوه حوزې يې د امو په شمال ، يوه حوزه په هلمند، يوه  په   هرات او يوه بله هم  د پکتيکا په کټواز کې ده.

١-د امور سيند نفتي حوزه :

د امو سيند رسوبي حوزې پراخوالى(٥٧ ) زره کيلومتره مربع دى، چې دهېواد په شمال او شمال لوېديځ کې د ترکمستان له هېواد سره په پوله پرته ده او ورسره ٣٠٠ کيلومتره ګډه پوله لري.

   وروسته له هغه چې په ١٩٨٥ کال کې د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو، نو د اموسيند- تاجک رسوبي حوزه او هرات  په خميدګي  کې په منظم ډول د تفحصاتي- اکتشافي  کارونو جيولوجيکي او د برمه کارۍ منظمې څېړنې پيل شوې.  د افغانستان په شمال او شمال لوېديځ کې د شويو مطالعاتو پايله کې  د نفتو او ګازو د تفحص په موخه د ٥٠٠ ساختمانونو تثبيت څرګندوي، چې له دې ډلې يې په ٦٧ ساختمانونو کې ژورې برمه کارۍ شوي ، چې په پايله کې يې تر اوسه پورې د ٨ ګاز لرونکو او ٦ نفتو لرونکو کانونو کشف او تثبيت شوى دى. دا حوزه د خامو نفتو  نهه سوه او دوه شپېته ميليون بوشکې او د طبيعي ګاز دوه پنځوس تريليون فوټ مکعب زېرمه لري.

د ګاز په ټوليزو زېرمو کې چې د استخراج وړ دي، د ١٢٠ ميليارده متر مکعب ګاز حجم سره ګاز تثبيت شوى ، چې له ډلې يې (٥٧.٥) ميليارده متره مکعب ګاز مصرف شوى دى. د امو سيند نفتي حوزه د ګازو او نفتو د زېرمې د کچې له مخې د نړۍ د ١٥٢ کشف شويو نفتي او ګازي حوزو په منځ کې په ١٥ درجه کې راځي. د معلوماتو له مخې، د اموسيند رسوبي حوزه يک مهمه رسوبي حوزه ده، چې پټروليم سيسټم په کې ثابت شوى او د يوه ښه لرليد وړاندوينه په کې کېږي.

  د امو سيند په حوزه کې يو شمېر ژور جيولوجيکي  ساختمانونه بېلابېلو جيولوجيکي څېړنو ته په پام سره تثبيت شوي او ډېر احتمال شته، چې ياد شوي ساختمانونه  د ګازو د پراخه زېرمو لرونکي وي. اړينه ده چې په ياده حوزه نورې جيولوجيکي څېړنې هم وشي او تصور کېږي، چې په دې حوزه کې به د نوو ساختمانونو د کشف امکانات زيات وي.

  د لومړي ځل لپاره د افغان تاجک نفتي حوزې سايز ميک په D2 توګه په ٤٨٠ کيلومتره مربع پيل او سايزمي کار يې د تيرا سايز (Terrasais ) کاناډايي کمپنۍ له خوا  په ۱۲۵۰۰۰۰۰ دولس ميليونه، پنځه سزه زره ټوليز لګښت بشپړ شو.

ددې حوزې داستخراج قرار داد له يوه چينايي شرکت سره د ٢٥ کلونو لپاره لاسليک شوى، چې په لومړيو کې به هر کال ١٥ زره بوشکې نفت له دې حوزې څخه استخراجوي او د امو سيند حوزې څخه به د افغانستان د حکومت کلنى عايد ٤٠٠ ميليون ډالره وي. د امو سيند نفتي حوزې څخه دافغان حکومت ګټه ٧٠ سلنه ده او تر دوو کلونو پورې به له دې حوزې نه د استخراج اندازه ٣٠٠ زره بوشکو ته اوچته شي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هم ددې نفتي حوزې د امنيت خوندي کېدو ډاډ ورکړى او ويلي يې دي، چې امنيتي ځواکونه به د خپل ځان او سر په بيه له دې نفتي حوزې ساتنه وکړي.

٢-د افغان-تاجک نفتي حوزه :

 دا حوزه د افغانستان په شمال او شمال ختيځه برخه کې موقعيت لري، چې مساحت يې ٣٢ زره کيلومتره مربع ته رسېږي او د ترکمنستان له هېواد سره نږدې (٣٦٠ ) کيلومتره ګډه پوله جوړوي. دې حوزې د افغانستان په شمال او شمال ختيځ کې د تخار ولايت نه تر جوزجان ولايت پورې امتداد موندلى دى، چې د شمال له اړخه د هندوکش له غرونو ، د لوېديځ او شمال له اړخه د امو سيند او د سوېل له اړخه تر البرز غرونو پورې رسېږي. دا حوزه په ١٩٨٥ لمريز کال کې کشف شوې او دوه کاله وړاندې د تراسايز په نوم د تېلو او نفتو کاناډايي شرکت له خوا د پلټنې په پايله کې په ٣١ زره کيلومتره مربع  او ١٢ بلاکونو ووېشل شو.

٫١٫١دغه حوزه نږدې ٩ سوه او ٤٦ ميليون بيرله خام نفت او اوه تريليون فوټ مکعبه د طبيعي ګاز زېرمې لري.

د افغان- تاجک نفت لرونکې حوزه کې هم د زېرمو وړاندوينه شوې ، چې ١،٥٩٦ ميليارده بوشکې تېل دي ، که چېرته له دې ډلې هره بوشکه نفت په ٧٧ ډالره حساب کړو، نو  ددې نفتي زېرمې ټوليز ارزښت  ١٢٣ ميليارده ډالره کېږي.

 

د افغان تاجک رسوبي حوزه کې يو لړ جيولوجيکي څېړنې تر سره شوي ، چې په پايله کې يې بېلابېل ساختمانونه تثبيت شوي دي.

په ځينو ژورو جيولوجيکي ژورو ساختمانونو کې  تفحصاتي ژوره برمه کاري شوې ، چې په  ځينو ساختمانونو کې د نفتو نښې مشاعده شوي او په ځينو نورو ساختمانونو کې د برمه کارۍ  پرمهال يو لړ جيولوجيکي او تخنيکي ستونزې را منځته شوي او په کې مطلوب مثمر پوړونه نه دي واز شوي.

د افغان تاجک رسوبي حوزه د يوې مثمرې نفتي ساحې په توګه پيشبيني شوې، چې د هايدرو کاربونونو له قانون سره سم په ١٢ بلاکونو تقسيم بندي شوې، چې له دې ډلې نه د نفتو او تېلو حوزې د دوو بلاکونو د استخراج قرار داد" افغان – تاجک "له درېيو شرکتونو سره لاسليک شوى، چې پر بنسټ يې دې شرکتونو په ياده حوزه کې ١٢ ميليارد ډالره پانګونه کوي. د همدې قرار داد پر بنسټ په پنځو لومړنيو کلونو کې دا شرکتونه يو ميليارد او ٦٠٠ ميليون ډالر پانګونه کوي او په ١٢ کلونو کې به يې ١٢ ميليارده ډالرو ته رسوي.

ددې دوو قرار داد شويو بلاکونو ظرفيت ٥١٤ ميليون بيرل نفت او ٩١ ميليارد متر مکعب طبيعي ګاز ښودل شوى دى، چې د تېلو او نفتو د استخراج قرار داد له مخې دا حوزه په پيل کې د افغانستان د اړتياوو لرې کولو لپاره کارېږي او وروسته به صادر شي.

ددې حوزې د کار په پيل سره به په زرو کسانو ته د کار زمينه برابره ، خو وروسته به ١٢ زره کسانو ته اوچته شي.

د معلوماتو له مخې، افغان- تاجک حوزه د افغانستان د شمال پر لور د تاجکستان هېواد په خاوره کې دوام موندلى او د ورته جيولوجيکي ځانګړتياوو لرونکې ده.  د افغانستان پولې ته څېرمه د تاجکستان په ساحه کې د نفتو څو کانونه چې د صنعيتي زېرمو درلودونکي دي کشف او تثبيت شوي دي.

دې ساختمانونو ته ورته نور څو تکتونيکي بلاکونه( پوړونه) ، چې د وخش درې( کولاب) سوريو ته ورته  مګلسين کلينالونو هم د افغانستان ساحه کې د پولې ها خوا شته او کارنيګان ميګاانټي کالينالونه( راوتي ځايونه) او ګرمې اوبه تشخيص شوي دي.

په دغه تکتونيکى بلاکونو(طبقاتي) کې يو زيات شمېر انټي کالينال( راوتي) ساختمانونه شته ، چې د ګازو او نفتو د ټوليدنې لپاره مساعد  دي، په وړاندوينو کې دا ساحه ډېره پېچلې ښودل شوې ، نو ځکه ايجابوي، چې ډېرې جيولوجيکي څېړنې په کې وشي.

  په دې ساحه کې د ماتېدنو امپلي تود( لمنه) د مالګينو تکتونيک درلودلو په پرتله نږدې (٤-٥) کيلومترو ممکن دى. د افغان- تاجک رسوبي حوزې مثمر پوړونه د تباشير رسوباتو له  لانديني، منځني او اوچت  جوراسيک(د ځمکې د تشکل له دورو څخه يوه) او پاليوجين( د تشکل لومړۍ دوره ) څخه عبارت دي.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د امو سيند او افغان- تاجک حوزو کې په ټوليز ډول ٤٤٤ ميليارد متر مکعب اوبلن ګاز، ٢١٩ ميليون ټنه نفت او ٧٠ ميليونه ټنه کاندنساټ نفت، چې له ګازو مرکب دى شتون لري.

  د ترسره شويو مطالعاتو له مخې کولى شو، چې د هېواد په شمال کې د تېلو او نفتو ټوليزې زېرمې هغه که کشف شوي دي او يا نا کشف شوې، خو چې د استحصال وړى دى، په لاندې ډول وټاکو.

  • د کشف شويو زېرمو ټوليزې زېرمې ٨٠ ميليون بوشکې دي.
  • د استحصال وړ نفتو ټوليزه زېرمه ٣٠٠ ميليونه بوشکې دي، چې ١٤٥ ميليون بوشکې درانه نفت ورسره دي.
  • د ګازو د کشف شويو، زېرمو ټوليزه اندازه تر ٥ تريليون فوټ مکعب پورې ده.
  • د استحصال وړ ګازو ټوليزې زېرمې تر ٩/٦ تريليون فوټو مکعب پورې دي.

٣-تېرپل نفتي حوزه(هرات):

دا حوزه د افغانستان په لوېديځ کې د هرات - اسلام کلا پولې ته نږدې  موقعيت لري او له ايران سره يې پوله (٩٥ ) کيلومترو ته رسېږي .

  د يادې حوزې مساحت ١٤ زره کيلومتره  مربع دى او د هرات رسوبي حوزه کې د  منعکسه څپو سايز ميکي چارو، ګراويمتريک، او د جيولوجيکي سروي څېړنې بشپړې شوې دي، چې په نتيجه کې يې يو شمېر جيولوجيکي ژور ساختمانونه د احمداباد تفحصاتي برمه کاريو لپاره چمتو کړل شوي دي.

 د احمداباد، تيرپل او ګوهرشادبيګم ساختمانونو باندې د ژورو تفحصاتي برمه کاريو چارې تر سره شوې، چې په پايله کې يې د ګازو او نفتو مثمريت د احمد اباد په لومړۍ تفحصاتي  نقطه کې په ثبوت رسيدلى دى.

سره له دې، چې په دې برخه کې د زېرمو نفتو او د ګټه اخيستو وړ نفتو د اندازې په اړه تر اوسه په دې حوزه کې کره معلومات نه شته، خو ددې حوزې د کانونو اکتشافي کار جريان لري او تر اوسه څو کورنيو او بهرنيو شرکتونو ددې سيمې د نفتو د استخراج غوښتنه کړې ده.

 د تېرپل رسوبي حوزه د زړه را ښکوونکو جيولوجيکي حوزو څخه يوه ده، چې د هايدرو کاربونو د تشکيل ټول شرطونه په کې مساعد شوي دي.

٤-د کټواز نفتي حوزه:

 

دا حوزه د هېواد په سوېل لوېديځ کې موقعيت لري او د ځوان جيوسين کالينال زون ( د وتو او ننوتو د پيداښت عامل)و او ددې حوزې پراخوالى ٤٠ زره کيلومتره مربع و، چې د راسبه احجارو پيرړوالى يې شپږ زره مترو ته رسيده. د راسه ډبرو بنسټ له هغو رسوباتوڅخه دى، چې کرستلي بنسټ لري.

 

د کټواز حوزې د نفتو او ګازو حوزه د پاليو جين(د تشکل لومړۍ دوره)،د لانديني ايوسين( د تشکل د نوي عصر دوره)، چې د پاکستان په ساحه کې مثمر دي، اړيکه لري. په دې حوزه کې د تباشير رسوبات او جورا سيک هم ګاز لرونکي او نفت لرونکي پيشبيني شوي دي.

په (١٩٧٥ ) لمريز کال د توتال په نامه فرانسوي کمپنۍ د هغه مهال د (د نفتو ملي موسسې رياست) سره يو تړون لاسليک کړ او يادې کمپنۍ مکلفيت درلود، چې د دوو ميليونو امريکايي ډالرو په بدل کې په دوو نيمو کلونو کې د ګازو او نفتود تثبيت او تشخيص په موخه جيولوجيکي څېړنې تر سره کړي.توتال کمپنۍ د ګازو او نفتو له يو لړ جيولوجيکي څېړنو وروسته، د تفحصاتي لومړي پړاود معيار بشپړولو نه وړاندې ددې څېړنې د دوام لپاره خپله نا لېوالتيا وښوده.

د توتال فرانسوي کمپنۍ له درې سوه زرو ډالرو څخه زيات ولګول او پاتې پيسې يې بېرته د کانونو وزارت ته تسليم کړې.

ياده کمپنۍ مکلفه وه، چې جيولوجيکي څېړنې په لاندې ډول تر سره کړي.

١- د کټواز ساحې ټکتونيکه مطالعه

٢-ستراتيګرافي

٣-پاليو جغرافيايي شرايط

٤-د هايدرو کاربونونو د شتون احتمال

د توتال فرانسوي کمپنۍ د جيولوجيکي څېړنو له تر سره کولو وروسته د کار د دوام لپاره خپله نه لېوالتيا په څو علتونو څرګنده کړې، چې په لاندې ډول دي.

 ١-د "مادرسنګ" ډبرې کمې دي او عضوي مواد په کې ډېر کم ليدل کېږي.

 ٢- د ريګي ډبرو احجار عموما سمنټ شوي او داسې په نظر رسېږي، چې هايدرو کاربونونه په کې نه شي ځاى په ځاى کېدلى.

 ٣-د ځمکې په سطحه کې  تړلي جيولوجيکي ساختمانونه ( جوړښتونه) لغړ ( بربڼد) ښکارېږي.

 

 د نفتو او ګازو جيولوجستان په دې عقيده دي، چې د کټواز حوزه د تېلو او نفتو  هغه رسوبي حوزې  ده، چې د ښه او ثمر لرونکي لرليد وړاندوينه يې کېږي. ددې حوزې ګډې ساحې، چې د پاکستان په برخه کې دي، همدا اوس په کې په هغه هېواد کې د نفتو او ګازو پراخه زېرمې کشف شوې دي.

په دې حوزه کې د يو لړجيولوجيکي څېړنو له تر سره کولو وروسته د ژورو جيولوجيکي ساختمانونو کشف، چې د نفتو او ګازو د توليدو لپاره مساعد وي، متصور دي.

٥-د هلمند نفتي حوزه(سيستان):

 دا حوزه عموما د کارکو دښتې او ريګزارو څخه جوړه شوې او پراخوالى يې (١٣١ ) زره کيلومتره مربع ته رسېږي. د يادې حوزې د راسبه ډبرو پلنوالى ( ٥-٦) کيلومترو پور دى او د هايدرو کاربنونو لپاره مساعد دى، په دې حوزه کې جيولوجيکي مطالعې تقريبا نه دي شوي، چې معلومات به يې د يو لړ جيولوجيکي څېړنو وروسته روښانه شي.

 خو ددې پنځو حوزو څخه د يوې په اړه د ناسا سازمان پلټنې څرګندې شوي او په کې راغلي، چې په افغانستان کې له ١٠٠ زياتې د ګازو او نفتو زېرمې شته، چې د اړينو څېړنو وروسته  به يې په اړه زيات لر ليد څرګند شي.

Give us a call on +93 20 220 1814