Info Mines

د افغانستان د ياقوتو پيژندنه

ياقوت له الماس او زمرد نه وروسته د نړۍ په کچه دريمه پيژندل شوې قيمتي ډبره ده، په افغانستان کې د ياقوتو زيات شمير کانونه په بيلابيلو ولايتونو کې شته دي، خو د کومې رسمي سروې له مخې نه دي تثبيت شوي.

دا قيمتي ډبره معمولا د سپينو مرمر ډبرو په منځ کې د کم رنګه سور، پوخ سور، پوخ ابي او داسې نورو رنګونو کې پيدا کيږي، د افغانستان په سوداګريز بازار کې پوخ سور رنګه ياقوتو ته اناري او پوخ آبي رنګه ياقوت د لعل پيازي يا د بدخشان لعل په نوم ياديږي.

د ياقوتو قيمتي ډبرې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو لکه بدخشان، کنړ پنجشير، نورستان او د کابل ولایت د جګدلک په سیمه کې شته دي، خو تراوسه د کومې رسمي او دقيقې سروې له مخې معلومه نه ده، چې دا کانونه د دغه  ولايتونو په کوم ځاي کې موقعيت لري او افغانستان په ټوله کې په کومه کچه د ياقوتو ذخيرې لري.

١- د جګدلک ياقوتو کان:

د جګدلک ياقوتو کان د کابل ښار په سل کيلومترۍ کې د سروبي ولسوالۍ جنوب غرب لورته په ٣٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري. جګدلک په يوناني ژبه کې د سنځلې ګل ته ويل کېږي.

سره له دې، چې روسانو د جګدلک په ياقوتو کان يو څه کار کړى دى، خو بيا هم دا معلومه شوې نه ده، چې د جګدلک کان په کومه کچه ياقوتو ذخيره لري، يوازې دومره څرګنده ده ، چې په هر متر مکعب کې له ١٢٢/٢ نه تر ١٥٧/٣ ګرامه پورې ياقوت شته دي.

د جګدلک کان په دوو برخو ويشل شوى دى، چې يوه برخه يې د سيمې خلک د امير شيرعلي خان او امير دوست محمد خان د واکمنۍ راهيسي خپل ملکيت ګڼي او بله برخه يې، چې د دولت تر واک لاندې ده، بيلابيلې ډلې په کې په خپل سر کيندنې کوي.

په ١٣٩٢ لمريز کال کې د جګدلک په کان کې ياقوت په څټک او کلنګ استخراج کيدل، چې هغه مهال له دې کان څخه په پراخه کچه ياقوت ويستل شوي دي، له دې کان څخه په رسمي او غير رسمي ډول ګټه اخيستل شوې ده.

د جګدلک په ياقوتو کې څو نقطې دي، چې هره ساحه يې په ځانګړي نوم لکه: پیتایی، لارپور، کانی کلان او خلوت ياديږي. په افغانستان کې بهترين پيژندل شوي ياقوت د جګدلک د کان ياقوت په ګوته شوي دي.

د جګدلک په سيمه کې ياقوت په بيلابيلو رنګونو لکه زنگ، پیروتین، کروند، کروم فولوگونیت ترسترګو کيږي، چې دا ټول د ياقوتو ډولونه دي.

لومړى ځل لپاره د شاه جهان پاچا په وخت کې نوموړي د تاج محل جوړولو لپاره  د دې ستر کان له ياقوتو څخه ګټه پورته واخيسته.

تاج محل له سپينو مرمرينو ډبرو څخه يوه جوړه شوې ښکلي ماڼۍ ده. چې هندي مغولي پاچا "شاجهان"   د خپلې نږدې او مينه ناکې ميرمني په ياد د هندوستان په اګرې سيمه کي جوړه کړيده. د دې ودانۍ چاري په ١٠٠٩ لمريز کال شروع شوې، چې په ١٠٢٦ لمريز کال بشپړه شوې. تاج محل په هند کي د اسلامي ودانيو يوه ښکلي بيلګه ګڼل شويده. چي د هر ليدونکي پام ځان ته اړوي.

٢- د بدخشان لعل:

کارپوهان پدې نظر دي چې که څه هم لعل د یاقوتو له کورنۍ څخه شمیرل کېدای شي، خو د جوړښت او رنګ له پلوه بیا له یاقوتو سره توپیر لري.

د بدخشان لعلونو په نوم ياقوت، چې د کلونو راهيسې پوره شهرت لري د بدخشان ولايت اشکاشم ولسوالۍ په غران نومې سيمه کې د دې لعلونو کان موقعيت لري.

زيات کلونه پخوا د بدخشان ولايت لعلونه له ياد کان څخه په څټک او کلنګ استخراج کيدل او همداراز د دې کان څخه په رسمي او غير رسمي ډول ګټه اخيستل شوې ده.

د دې ولايت په دوو نورو خاش او کشکان په نوم ولسواليو کې هم د ياقوتو کانونه شته  چې د کومې رسمي سروې له مخې تثبيت شوي نه دي  خو تقريبآ پنځه کاله وړاندې په دې کانونو کې د زورواکو له خوا خپل سرې کيندنې روانې وې.

سره له دې چې پنځه کاله وړاندې د بدخشان ولايت د ياقوتو په دې کان کې د خپل سرو کيندنو او قاچاق څخه مخه ونيول شوه، خو داچې ددې کان  د استخراج چارې ډيرې ستونزمنې دي ،  له همدې کبله په رسمي او قانوني توګه د دولت له خوا د د اکتشاف او استخراج په برخه کې کوم پرمختګ نه دى ترسره شوى.

په بدخشان ولايت   د کانونو د رئيس محمداکبر د هغه معلوماتو له مخې  چې پژواک خبري اژانس سره يې شريک کړي دي، د بدخشان د لعلونو په کان کې ياقوت په اسانۍ سره نه پيداکيږي، نو له همدې کبله د استخراج په برخه کې هم کوم ګام نه دى پورته شوى.

٣-  د نورستان د  ياقوتوکان:

د نورستان ولايت يو شمير اوسيدونکو په وينا په دې ولايت کې د ياقوتو قيمتي ډبرې شتون لري، خو د کانونو ادارې له خوا په رسمي توګه نه دي ثبت شوي او نه هم د ذخيرې  په اړه يې کوم معلومات ترلاسه شوي دي.

په کابل ښار کې د زرګرانو د ټولنې د مشر محمدابراهيم پژواک ته وويل، چې د نورستان ولايت په ياقوتو کان کې په غير فني توګه کيندنې کيږي، چې له کيندنو وروسته پاکستان او هندوستان بازارونو ته قاچاق کيږي.

همداراز په کونړ او پنجشير ولايتونو کې هم ياقوتو نښې نښانې ليدل شوي، خو د کومې رسمې سروې له مخې تثبيت شوي نه دي، چې د دې کانونو زيرمه په کومه کچه ده، همداراز د اکتشاف او استخراج په اړه يې هم کوم پرمختګ نه دى شوى.

ياقوت په قيمتي ډبرو کې يوازينى ځانګړى غوره خصوصيت  دا لري  چې د وخت په تيريدو سره یې د مقاومت کچه  لوړيږي او له همدې کبله په ګاڼه کې د ډبرو د سلطان په نوم ياديږي.

په کانونه کې ياقوت په خام او پوخ په ډول پيدا کيږي، پوخ ياقوت هغه ته وايي، چې د لمر وړانګې ترې تيريږي او خام ياقوت يعنې ماتيدونکى وي او شفاف نه وي، همداراز ياقوت د رنګونو له پلوه هم نږدې ١٢ رنګونه لري.

ويل کيږي، چې د انګلستان د ملکې تاج د افغانستان له ياقوتو جوړ شوى دى، همداراز امير تيمور هم په خپل دربار کې د دې هيواد له ياقوتو ګټه اخيستې ده.

Give us a call on +93 20 220 1814