Info Mines

د افغانستان د مسو کانونو پېژندنه

د افغانستان د مسو زېرمې د نړۍ له سترو زېرمو څخه ګڼل کېږي او که ګټه ترې واخيستل شي، افغانستان به په نړۍ کې د مسو د سترو صادروونکو هېوادونو په ډله کې راشي .

د افغانستان د کانونو وزارت د سروې او جيولوجۍ رياست وايي، چې د افغانستان په ٢٤٢ بېلابېلو سيمو کې د مسو کانونه شته، چې له دې جملې څخه څلور يې( عينک، بلخاب،شيدا او زرکشان) د هېواد په کچه تر ټولو ستر کانونه  دي.په همدې حال کې د امريکا دفاع وزارت د ځمکې پېژندونکو يوې ډلې  ويلي، چې که د افغانستان مس را وسپړل شي، نو د نړۍ د مسو ستر صادروونکي هېواد " چيلي"  ځاى به ونيسي.

د اټکل له مخې، په ټول افغانستان کې نږدې 68500 ميليونه ټنه مس موجود دي، همداراز د امريکاد متحده ايالاتو سروې او جيولوجي ادارې څرګنده کړې، چې افغانستان د وسپنې، مسو، نيوبيم او نورو قيمتي منرالونو د کانونو له پراخه سرچينو څخه بلل کيږي . د دغې سروې له مخې، په افغانستان کې يواځې د مسو ارزښت  څه دپاسه ٢٧٣ ميليارده $273,998,000,000 امريکايي ډالره ښودل شوى دى.

د افغانستان د مسو تر ټولو ستره زېرمه د لوګر د مس عينک کان دی،چې  ١٢ ميليون ټنه مس لري،چې اوسمهال يې د سپړلو چارې د" ام سي سي" په نامهله يوه چينايي شرکت سره قرارداد شوی او ټاکل شوې، چې ياده کمپنۍ به په دغه کان کې  اته عشاريه دوه ميليارده امريکايي ډالره پانګونه وکړي.

۱-  د مس عينک کان:

د مس عينک دغه ستر کان د لوګر ولايت محمداغې ولسوالۍ اړوند عينک په سيمه کې، چې د کابل سوېل لوېديځ ته په ٤٠ کيلومترۍ کې پروت دى، موقعيت لري.

د عينک په دغه ستر کان کې د اټکل له مخې، له  ١١.٣ ميليون څخه تر ١٧ ميليون متريک ټنو پورې د مسو زېرمه لري  . همداراز د مسو دغه کان کې ٧٧٠٠ متريک ټنه نقره، ٦٠٠ زره متريک ټنه کوبالت او يو څه اندازه سره زره هم شتون لري.

په ١٩٧٣ ميلادي کال کې د لومړي ځل لپاره د مسو دغه کان کشف شو، چې بيا په ١٩٧٤ ميلادي کال کې يې اکتشافي چاري پيل شوې، د  مس عينک دغه سيمه په خپل شاوخوا کې درې نور  د مسو کانونه هم لري.

١- مرکزي عينک:  د ١٩٩٥ ميلادي کال د کيندنو له مخې، په دې مرکزي برخه کې نږدې ١٤٠ ميليونه ټنه د مسو ډبرې موجودې دي، چې د مسو فيصدي يې ٢.٥ په سلو کې ښودل شوې ده

٢- سوېلي عينک: په ١٩٩٥ ميلادي کال کې د عينک په سوېل برخه کې د کيندنو له مخې دغه کان ٥٠ ميليون ټنه د مسو ډبرې لري، چې د مسو فيصدي يې 9/0  نه تر 6/1 په سلو کې معلومه شوې ده.

٣- لوېديځ عينک: په کال ١٩٩٥ ميلادي کې د همدې سيمې په لوېديځه برخه کې د اکتشافي کيندنو له مخې ٥٠ ميليونه ټنه مس لري، چې د مسو فيصدي يې 62/0 نه تر 05/2 پورې معلومه شوې ده.
همداراز د لوګر د  مس عينک کان ختيځ لور ته د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالی د دربند په سيمه کې  د مسو يو بل ستر کان شته، چې اوږدوالی يې ٧ کيلومترو ته رسيږي او زېرمه يې له يو ميليون ټنو مسو زياته ده. د دې ترڅنګ د  مس عينک کان په  سوېلي پاچي سيمه کې د جوهر  د مسو يو بل کان هم شتون لري، خو معلومه نه ده، چې په کومه کچه مس لري.

د عينک کان په افغانستان کې د مسو د يو لوی کمر بند په څېر يوه مهمه سيمه ده. د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت دمعلوماتو له مخې، په عينک سيمه کې ۱۱،۳ ميليونه ټنه تثبيت شوي خالص مس موجود دي.

دعينک په سيمه کې۲ شتمنۍ پرتې دي:  يوه يې مس او بله يې لرغونې سيمه او بې ساري تاريخي آثار دي. په دغه لرغونې سيمه کې د بودا بې شمېره مجسمې او ستوپې،  لرغونې سکې او نور توکي شته.

د عينک په سيمه کې د ۱۱،۳ ميليون ټنو ثابتو او خالصو مسو د ترلاسه کولو لپاره دې ته اړتيا ده، ترڅو ۳ ميليارده ټنه خاورې او شګې ترې لرې کړای شي، چې دغه مس پکې نغښتي دي.

د کانونو د وزارت د معلوماتو له مخې، د مسو دغه ستر کان، چې ځينې شاخونه يې کابل او ځينې يې په لوګر کې غځېدلي، شاوخوا ٨٠٠ کيلومتره مربع مساحت لري، که د مس عينک کان استخراج چارې پيل شي، د افغانستان په عمومي وضعيت، په ځانګړې توګه په اقتصادي حالت به د پام وړ اغيزې ولري.

د افغان او فرانسوي لرغون پوهانو يوې ګډې ډلې تېر کال د دغې لرغونې سيمې د خطر د مخنيوي په موخه، په مس عينک کې کار پيل کړ، دوی د خپلو پلټنو پرمهال څه باندې ٣٠ مجسمې وموندلې، چې د بودا يوه ۵ متريزه اوږده مجسمه هم پکې وه. همداراز په لسګونو نورې لرګينې او د تيږو مجسمې په کې هم وموندل شوې.

۲- بلخاب مسو کان:

 د سرپل ولايت بلخاب ولسوالۍ په " پاي ميرسيد مراد " سيمه کې، چې له مرکز  څخه ١٥٠ کيلومتره فاصله لري،په يوه غرنۍ سيمه کې د نړۍ په کچه د مسو ستر کان موجود دى ، د سرپل ولايت د بلخاب مسو کان  ۴۵۷ کيلو متره مربع مساحت لري.

د کانونو او پټروليم پخواني وزير انجنيرابراهيم  عادل د معلوماتو له مخې، د سرپل ولايت بلخاب مسو کان څخه نږدې ٢٠٠٠ کاله مخکې د سيمې اوسېدونکو  ګټه اخيستې ده، دغه کان د امريکايي ځمک پيژندنکو له خوا هم پيژندل شوى او په نړۍ کې يې د مسو د ستر کان په نوم   ياد کړى دى.

د مسو دغه کان، چې په ١٩٧٢ ميلادي کال کې کشف شوى ، د ٤٠٠ مترو دعرضپه لرلو سره نږدې ٥٠٠٠ متره اوږدوالى لري، چې  ٦٦/١ فيصده خالص مس  پکې موجود دي.

د بلخاب د مسو ددغه کان ترڅنګ  يو لوي سيند او د ډبرو سکرو ستر کان هم موقعيت لري، چې له همدې کبله د مسو د دې کان اهميت يې فوق العاده زيات کړى دى،خو تردې دمه د بلخاب مسو کان د استخراج او قرارداد په اړه د کانونو وزارت له خوا کومه پرېکړه نه ده شوې.

 

۳-    د شيدا مسو کان:

 په هرات ولايت کې د شيدا  د مسو کان، ۱٫۱ فيصد خالص معيار تشکيلوي، چې پيرړوالى يې ٤ مترو ته رسيږي،١٥٠ مترو په عرض سره ٢٤٠٠ متره مساحت لري، د هرات ولايت په ۶۵ کيلومترۍ کې  د پښتون زرغون او ادرسکن ولسواليو په ګډه سيمه کې پروت دی. په هرات ولايت کې د شيدا په نوم د مسو دغه کان ٥ ميليونه ټنه زېرمه لري. د شيدا  د مسو کان په کال ١٩٧٣ ميلادي کې د روسي او افغاني انجنيرانو د يوې ګډې سروې په ترسره کولو سره تثبيت شوى دى.

۴- زرکشان  د مسو کان:

 د کانونو وزارت چارواکي وايي، چې د غزني ولايت د قره باغ  ولسوالۍ په زرکشان سيمه کې د مسو کانونه شته دي، چې د کورنيو او بهرنيو متخصصينو له خوا پيژندل شوي . د کانونو پخوانى وزير وحيدالله شهراني وايي، د غزني ولايت په زرکشانو سيمه کې د مسو او طلا په دغه ګډ کان کې د ٣٠ ميليارده ډالرو په ارزښت مواد موجود دي.

په غزني ولايت کې د زرکشانو په نوم  د سرو زرو او مسو دغه کان د کابل د سوېل لوېديځ په ۲۲۵ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، چې د لومړىو دوه کلونو په موده کې د يوې  کوچنۍ سمڅې په کچه د سروزو توليد پيلوي او په پنځو کلونو کې د مسو پر ستر کان بدليږي. په غزني کې د مسو دغه کان د لومړي ځل لپاره په کال ١٩٧١ ميلادي کې د روسي او افغاني انجنيرانو له خوا په يوه ګډه ترسره شوې سروې کې کشف شوى دى.

همداراز د هېواد په بېلابېلو برخو کې په لسګونو ځينې نور د مسو کانونه شته، چې د ټولو يادونه ناشونې ده، يواځې د مسو هغو کانونو په اړه به يو څه يادونه وکړو، چې تثبيت شوي دي، خو دکان د زېرمې او استخراج په اړه يې کوم مستنداو کره معلومات نشته.

  • د نايک مسو کان: د مسو دغه کان، چې په هرات ولايت کې موقعيت لري، د زېرمې او اکتشاف په اړه يې کره معلومات نشته.
  • دوبرادر  د مسو کان:  د مسو  دا کان هم په هرات ولايت کې موقعيت لري، په ١٩٧٢ ميلادي کال کې د افغاني او روسي انجنيرانو له خوا په ګډه ترسره شوې سروې کې کشف شوى ، خو دا معلومه نه ده، چې دغه کان په کومه کچه د مسو زېرمه لري.
  • سيم کوه  د مسو کان: په هرات کې د سيم کو مسو کان په کال ١٩٧٣ ميلادي کې د روسي او افغاني انجنيرانو له خوا د يوې سروې له مخې، کشف شوى دى، خو دا لا څرګنده نه ده، چې په دې کان کې په کومه کچه مس شتون لري او يا هم د استخراج په اړه يې کوم کار نه دى شوى.
  •  د ميرعلي د مسو کان: د ميرعلي  د مسو کان، چې په هرات ولايت کې موقعيت لري، په ١٩٧٠ ميلادي کال کې کشف شوی دى، خو د دې کان  د مسو زېرمې او استخراج په اړه هم کومه دقيقه سروې نه ده ترسره شوې.
  •  د "دهانه" د مسو کان: د دهانه په نوم د مسو کان، چې په هرات ولايت کې موقعيت لري، په کال ١٩٧١ ميلادي کال کې د روسي او افغان  انجنيرانو له خوا کشف شوى دى، چې د ٢٠٠ مترو  په عرض سره نږدې ١٢٠٠ متره اوږدوالى لري.
  • د "دوثر"  مسو کان:  په هرات ولايت کې د دوثر په نوم د مسو دغه کان، چې په ١٩٧٣ ميلادي کال کې د روسي او افغاني انجنيرانو له خوا کشف شوى  ،د ١٥٠ مترو په عرض لرلو سره  ٢٢٠٠ متره اوږدوالى لرى.
  • د "بايو قره" د مسو کان: د بايو قره مسو کان په بدخشان ولايت کې موقعيت لرِي، چې زېرمه يې معلومه نه ده. دغه کان په ١٩٧٤ ميلادي کې د افغاني او روسي انجنيرانو له خوا کشف شوی دى.
  • د "فارموره"  د مسو کان: په بدخشان ولايت کې د "فار موره"  په نامه  د مسو کان پيژندل شوی دى، چې زېرمه يې معلومه نه ده او همداراز د اکتشاف او استخراج په اړه يې هم کومه دقيقه سروې نه ده ترسره شوې.
  • د " سي کوه" د  مسو کان:  په فارياب ولايت کې د مسو دغه کان په ١٩٧٢ ميلادي کال کې د افغان  او روسي انجنيرانو له خوا کشف شوی ، چې ٧/١ يو اعشاريه اوه کيلومتره مربع مساحت لري.
  • د"اهنکشان" د  مسو کان:   په بادغيس ولايت کې د اهنکشان په نوم  د مسو کان شتون لري، چې  په ١٩٧٤ ميلادي کال کې کشف شوى، د مسو شپږ بېلابېلې سيمې يې مشخص شوې دي، چې د مسو ترڅنګ طلا، مولبدينوم، سرب او فلز هم پکې شتون لري.
  • د" کشکک" د  مسو کان:  د مسو دغه کان، چې په غور ولايت کې دى، په ١٩٧٢ ميلادي کال کې د افغان  او روسي انجنيرانو له خوا په ګډه ترسره شوې سروې کې کشف شوى دى.
  • د " ګبرغي" د مسو کان:  په کندهار ولايت کې د ګبرغي مسو کان په ١٩٧١ ميلادي کال کې کشف شو، چې له ١٠ تر ١٢ زرو ټنو پورې د مسو زېرمې لري، د مسو په دې کان کې پر مسو سربېره فلز او سرب هم موجود دي.
 
 
 
  • د "کندلان" د  مسو کان:  په زابل ولايت کې د مسو کندلان کان، چې ١٣٦٠٠ ټنه مس لري، د ٤٠٠ مترو په عرض او ١٥٠٠ متره اوږدوالى لري، چې په دې کان کې طلا هم موجوده ده. د مسو دغه کان درې برخې لري، چې عبارت دي له ١- کندلان ٢- سرخ شيلا  ٣- کپترغار
  • د " سرخ شيلا" د مسو کان:  د مسو دغه کان، چې٤١٠٠ ټنه مس لري، د ١٢٠ مترو په عرض، ١٠٠٠ متره اوږدوالي لري، د سرخ شيلا مسو کان زېرمه نږدې ٤١٠٠ ټنو ته رسيږي، چې پر مسو سربېره په ټنونو طلا هم په دې کان کې موجوده ده. دغه کان په ١٩٧١ ميلادي کال کې د روسي او افغان  انجينرانو له خوا په ګډه سروې کې تثبيت شو.
  • د " کپترغار" د  مسو کان: د مسو دغه کان، چې ٢١٤٠٠ ټنه مس لري، پورته دغه درې واړه کانونه ، چې په زابل ولايت کې موقعيت لري، په  ١٩٧١ ميلادي کال کې د روسي او افغان  انجنيرانو له خوا کشف شوي دي، چې پر مسو سربېره مولبدينيم او  طلا، سلور هم په دې کان کې شتون لري.
  • د "چارسو" د  مسو کان: په زابل ولايت کې د مسو دغه کان، چې په ١٩٧١ ميلادي کال کې کشف شوى ،د مسو ١٣٠٠٠ ټنه زېرمه لري.
  • د " تګاب سوني" د  مسو کان: په هرات ولايت کې د تګاب سوني  د مسو کان دوه برخې لري، چې يوه يې په ١٩٧٠ او بله يې په ١٩٧٢ ميلادي کې د افغان  او روسي انجنيرانو له خوا کشف شوې دي. د مسو دغه کان د ٩٠٠ مترو په عرض نږدې ٣٠٠٠ متره اوږدوالى لري.
  • د بيدن  د مسو کان: د مسو دغه کان، چې په غور ولايت کې دى، په ١٩٧٢ ميلادي کال کې د افغان  او روسي انجنيرانو له خوا کشف شوی . په دې کان کې تقريباً يو فيصد خالص مس موجود دي.
  • د مينورا  د مسو کان: په غور ولايت کې د مسو مينورا کان په کال ١٩٧٢ ميلادي کې د روسي او افغان  انجنيرانو له خوا کشف شوى ، چې له ١٥٠٠ څخه تر ٢٠٠٠ مترو پورې اوږدوالى لري، په دې کان کې يو فيصد خالص مس موجود دي.
  • د " سرده خانه" د مسو کان: د مسو دا کان، چې په فراه ولايت کې موقعيت لري، په ١٩٧٣ ميلادي کال کې کشف شوى ، چې ٣١/٢ دوه عشاريه يوديرش فيصده خالص مس تشکيلوي.
  • د " ګلاآغا" د مسو کان: دا کان هم په فراه ولايت کې موقعيت لري، چې په ١٩٧٠ ميلادي کال کې کشف شوي ، په دې کان کې له ٣  څخه تر ٦ فيصده پورې خالص مس موجود دي.
  • همداراز د فراه ولايت په سرحدي سيمه کې هم د مسو يو کان دى، چې په ١٩٧٠ ميلادي کال کې کشف شوى ، چې له ١ څخه تر ٥/٢ فيصده پورې خالص مس لري، خو د زېرمې  په اړه يې کره معلومات نشته.
  • د "غوري سفيد" د مسو کان: دا کان په فراه ولايت کې دى، چې په ١٩٧٠ ميلادي کال کې د روسي او افغان  انجنيرانو په مرسته کشف شوى . دغه کان د ٥٠ مترو په عرض ٣٥٠ متره اوږدوالی لري.
  • د " کوه عروس" د مسو کان:  په فراه ولايت کې د مسو دغه کان په ١٩٧٠ ميلادي کال کې د افغان  او روسي انجنيرانو له خوا کشف شوی  ، چې ٢٠٠ متره  عرض او ٦٠٠ متره اوږدوالى لرى. په دې کان کې يو فيصد خالص مس شتون لري.
  • د "مارکوه" د مسو کان: د فراه ولايت  د مارکوه  د مسو کان په ١٩٧٠ ميلادي کال کې کشف شوى . په دې کان کې يو فيصد خالص مس موجود دي، چې د مسو ترڅنګ سلور، طلا، سرب، فلز او جست هم پکې شتون لري.
  • د "ګاريبا" د  مسو کان: د مسو دغه کان، چې په فراه ولايت کې موقعيت لري، په ١٩٧٢ ميلادي کال کې کشف شوى  ، چې ٥/٣ درې عشاريه پنځه فيصده خالص مس تشکيلوي. د مسو دغه کان   ٦٠  متره  عرض او ٣٠٠٠ متره اوږدوالى لري.
  • د "دربس"  د مسو کان: په فراه ولايت کې د مسو دغه  کان  په ١٩٧٣ ميلادي کال کې د افغان  او روسي انجنيرانو  له خوا کشف شوى  ، چې ٢٠٠ متره عرض او ٥٠٠٠ متره اوږدوالى لري.
  • د "غورما" د  مسو کان: د مسو دغه کان، چې په فراه ولايت کې موقعيت لري،  ١٢٠ متره  عرض او ١٠٠٠ متره اوږدوالى لري، دغه کان په ١٩٧٣ ميلادي کال کې د افغان  او روسي انجنيرانو له خوا کشف شوى دى.

 

  • د " چوڼۍ" د مسو کان: په کندهار ولايت کې د مسو دا کان په ١٩٦٧ ميلادي کال کې د روسي او افغان  انجنيرانو له خوا کشف شوى دى.
  • د " ګازوغيل" د مسو کان: په بغلان ولايت کې د مسو دغه کان د ٣٠٠ مترو په عرض سره ٥٠٠ متره اوږدوالي لري، خو د کان د زېرمې په اړه کومه دقيقه سروې نه ده شوې، چې په کومه کچه مس لري.
  • د " انداراب" د مسو کان: په بغلان ولايت کې د مسو دا کان،  ١٠٠ متره عرض او  ١٠٠٠ متره اوږدوالى لري، د مسو دغه کان په ١٩٧٢ ميلادي کال کې د افغان  او روسي انجنيرانو له خوا کشف شوى دى.
  • د " تيلي دواب "  د مسو کان: په بغلان ولايت کې د مسو دغه کان  ٢٠٠ متره عرض او ٧٠٠ متره اوږدوالى لري، چې د لومړي ځل لپاره په ١٩٧٢ ميلادي کال کې کشف شوى ، خو د زېرمې په اړه يې کومه دقيقه سروې نه ده ترسره شوې.
  • د "غوري سنګ" د مسو کان: د مسو په دې کان کې، چې په بغلان ولايت کې موقعيت لري، نږدې ١٠ فيصده خالص مس موجود دي، د مسو دغه کان په ١٩٧٢ ميلادي کال کې د افغان  او روسي انجنيرانو له خوا په ترسره شوې سروې کې کشف شوى دى.
  • د " آشپشته" د مسو کان: په باميانو ولايت کې د آشپشته په نوم دمسو دغه کان په ١٩٦٧ ميلادي کال کې کشف شوى ، چې ٢٠٠ متره اوږدوالي لري. په دې کان ٣ فيصده خالص مس موجود دى.
  • د "سرخ پارسا" د مسو کان: د مسو دغه کان، چې په پروان ولايت کې موقعيت لري، تقريبا ٩ کيلومتره مربع مساحت لري، چې د ١٩٦٠ څخه  تر ١٩٦٧ ميلادي کلونو ترمنځ کشف شوى دى.

 

په افغانستان کې ځينې نور د مسو کانونه هم شته  ، چې نه دي تثبيت شوي  ، خو يواځې دومره ويلاى شو، چې په کوم ولايت کي موقعيت لري، چې په لاندې ډول دي:

- په پنجشېر ولايت کې د کوتل خاواک  د مسو کان- په غوربند کې  د فرنجل  د مسو کان – جيرعلی پنجشير او تاواخ  پنجشير مسو کان - د ميدان د د کهنه خمار د چراغاني غره د مسو کان - د لوګر د ګلدري د مسو کان -  د کوهدامن  د ګل درې  د مسو کان  - د باميان  د کهمرد د کوتل قليچ د مسو کان  - د کندهارد ارغنداب د توخي  د مسو کان - د فراه ګلوغه  د مسو کان - د بغلان  د عليسنګ  د مسو کان او د فارياب اوخان کشان مسو کان.

له دې څخه علاوه په هيواد کې په لسګونو نور د مسو واړه کانونه شته، چې د اکتشاف او استخراج په برخه  کې يې کوم پرمختګ نه دى شوى، همداراز د دې کانونو د زيرمو په اړه هم کومه دقيقه سروې نه ده ترسره شوې، خو يواځې د ولايتونو په کچه يې موقعيت په ډاګه شوى دى.

Give us a call on +93 20 220 1814