Info Mines

د افغانستان د سرو زرو کانونو پېژندنه

په افغانستان کې د بې شمېره قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو د زيرمو ترڅنګ د سرو زرو کانونه هم شتون لري او که په مسلکي او فني ډول ترې ګټه واخيستل شي، نو د دې هيواد په اقتصادي برخه کې به ستر بدلون رامنځته کړي.

سره زر د افغانستان په کانونو او نورو برخو کې په دوه ډوله پيدا کيږي:

١- پاڼه سره زر: دا ډول سره زر په طبعي ډول د افغانستان په کانونو کې ترسترګو کيږي، چې د کوچنيو او سترو ټوټو په څير په ډبرينو شکلونو کې شتون لري.

٢- ميده سره زر: ميده سره زر د کانونو شاوخوا  په ريګونو او سيندونو کې د زرکشانو له خوا راټوليږي، همداراز سره زر د رنګ له پلوه هم په دوه ډوله دي، چې زيړ او سپين رنګونه لري.

خو د يادونې ده، چې د زيوراتو په جوړولو کې له خالص سرو زرو څخه کار نه اخيستل کيږي، بلکې يو څه اندازه مس او نقره هم ورسره کارول کيږي.

د کانونو او پټروليم وزارت د معلوماتو پر بنسټ ، په افغانستان کې د سرو زرو کانونه په لاندې ډول دي:

په بدخشان ولايت کې د ويکادور او راغ سرو زرو کانونه، په تخار ولايت کې  چاه آب، نورابه  او سمتي کان ،د  حصار او انجير سرو زرو کانونه، په غزني ولايت کې د زرکشانو د سرو زرو کان، په لوګر ولايت کې د حصارک     سرو زرو کان، په زابل ولايت کې د کندلان  د سرو زرو کان او بغلان ولايت کې د قره ذغن سرو زرو کان موقعيت لري.

١- د ويکادور سرو زرو کان:

دا کان، چې د بدخشان ولايت په راغ ولسوالۍ کې موقعيت لري او فيض اباد ښار نه ٥٠ کيلومتره شمال لور ته پروت دى، په دې کان کې په لوړ کيفيت د سرو زرو شتون ثابت شوى دى، خو په دې کان کې، چې د ٢ مترو په سور ٣٥٠ متره اوږدوالى لري د ذخيرې په اړه يې کومه سروې نه ده ترسره شوې.

٢- سمتي سرو زرو کان:

دا کان د تخار ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې دى، چې په خوا کې يې د سرو زرو د نورابې کان هم موقعيت لري. د دې کان سرو زرو ذخيره له ١٢ نه تر ٢٤ ټنو پورې اټکل شوې ده.

د سرو زرو سمتي کان د ١٧٠٠ مترو په سور تقريبا ٨٠٠٠ متره اوږدوالى لري، چې په هر متر مربع کې نږدې ١٠٠ ملي ګرامه سره زر موجود دي. دا کان د ٢٠ فيصده حق الامتياز په ورکولو يو افغاني شرکت ته د دوه کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوى دى.

د سمتي د  سرو زرو کان بله برخه، چې د کان ښي خوا په نوم ياديږي، د ٤٩٠ مترو په سور نږدې ٥٠٢٠ متره اوږدوالى لري، چې په هر متر مربع کې د اټکل له مخې، ٤٩٣ ملي ګرامه سره زر موجود دي.

همداراز د سمتي سرو زرو کان درېيمه يا مرکزي برخه، چې د ٥٠٠ مترو په سور تقريبا ٤٨٠٠ متره اوږدوالى لري او د دې کان په هر متر مربع کې ٢٢٨ ملي ګرامه سره زر دي.

٣- د نورابه سرو زرو کان:

د سرو زرو دا کان هم  د تخار ولايت  د چاه اب ولسوالۍ لس کيلومترۍ کې شمال لور ته په نورابه سيمه کې موقعيت لري، د نورابه  د  سرو زرو  کان مجموعي ذخيره د اټکل له مخې ٢٦٠ ټنه ښودل شوى ده، چې ٥٨٠ کيلو خالص سره زر لري.

د نورابې  د سرو زرو کان په ١٣٦٦ لمريز کال کې د روسانو له خوا کشف شوى دى، ددې کان په ١٣٨٦ لمريز کال کې له يوه امريکايي شرکت سره  د استخراج قرارداد لاسليک شوى دى، چې اوس مهال په کې استخراج روان دى.

٤-  د زرکشانو د  سرو زرو کان:

دا کان د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې موقعيت لري، چې له کابل نه ٢٢٥ کيلومتره جنوب غرب لور ته پروت دى او مساحت يې ٤٨٤ کيلومتره مربع اټکل شوى دى.

د ١٣٣٩ او ١٣٥١ لمريز کال ترمنځ د روسي جرمني او امريکايي متخصصينو له خوا په زرکشان کان کې د څيړنو له مخې په ډاګه شوه، چې د دې کان ذخيره ٧٥٠٠ کيلوګرامه سره زر ښودل شوي دي.

 ٥-  د پاشانې  طلا د  سرو زرو کان:

دا کان په تخار ولايت کې موقعيت لري، چې د ٨ مترو په سور يا عرض نږدې ١٧٠٠ متره اوږدوالى لري.

دا کان په دريو برخو ويشل شوى دى، چې ښي، مرکزي او اطراف نومول شوي دي، د دې کان په ښې برخه کې، چې نږدې ٥٠٠ متره سور او  ٥.٢ کيلومتره اوږدوالى لري، په هر متر مکعب کې ٤٩٣ ملي ګرامه سره زر شتون لري.

د پاشانې طلا بله برخه، چې مرکزي برخه ده ٤٥٠ متره سور يا عرض او ٤.٨ کيلومتره اوږدوالى لري، چې په هر متر مکعب کې ٢٨٨ ملي ګرامه سره زر شته دي.

همداراز بله برخه يې  چې اطراف نوميږي، بيا په دوه برخو جلا شوې ده، چې چپ يا کيڼ او ښي يا راست خواوې دي. د چپ يا کيڼ برخه يې ١٦٠ متره سور او ١.٨ کيلومتره اوږدوالى لري، چې په هر متر مکعب کې يې ٢٥٨ ملي ګرامه سره زر موجود دي.

د دې کان ښې يا راست بله برخه ٢٨٠ متره سور يا عرض او ١.٤٨ کيلومتره اوږدوالى لري، چې په هر متر مکعب کې ٣٧٥ ملي ګرامه سره زر شتون لري.

  ٦-  د قره ذغن سرو زرو کان:

 د بغلان ولايت جنوب لوېديځ لور ته په ٨٠ کيلومترۍ کې په دوشي ولسوالۍ کې د قره ذغن  د سرو زرو کان موقعيت لري، چې له ١٣٧١ څخه تر ١٣٧٤ لمريز کال پورې د کانونو او پټروليم وزارت له خوا کشف شوى او تر دې مهاله له خپلسرو کيندنو خوندي ساتل شوى دى.

د ١٣٨٩ لمريز کال د مرغومي په مياشت کې د قره ذغن سرو زرو کان اکتشافي قرارداد ، د  ٥٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د دولت له خوا يو خصوصي شرکت ته د درېيو کلونو لپاره ورکړل شو، ترڅو معلومه کړي، چې په دې کان کې په کومه کچه سره زر شتون لري.

Give us a call on +93 20 220 1814