د کانونو عوايد

له استرالیايي شرکت سره د کانونو برخه کې هوکړه لیک اندېښنې راپورته کړې دي

کابل (پژواک، ۲۰کب ۹۹): ځینې سرچینې د کانونو برخه کې له استرالیايي شرکت سره د هوکړه لیک لاسلیکېدل د هېواد کانونو له قانون سره په ټکر کې بولي خو د ولسي جرګې د طبیعي سرچینو او چاپېریال ساتنې کمېسیون وايي چې دغه موضوع څېړي.

معمای قراردادهای مس بلخاب و طلای بدخشان با گذشت هشت سال لاینحل مانده است

کابل: (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۰): د سرپل بلخاب د مسو او بدخشان سرو زرو تړونونه په وروستیو شاوخوا اتو کلونو کې دوه ځلې لاسلیک شوي؛ یو ځل د "ظرفیت نشتوالي او د ګټو ټکر" له امله تړون ځنډول شوی او دوه ځلې لغوه شوی دی.

د هېواد ۷۵ سلنه کاني ساحې د دولت وسله والو مخالفینو او زورواکو په واک کې دي

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۰): د کانونو او پټرولیم وزارت یو جدول ښیي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کانونو له شاوخوا ۷۴۸ ساحو، شاوخوا ۲۸۳ ساحې د دولت د وسله والو مخالفینو، ۲۸۱ ساحې د دولت او پاتې نورې د زورواکو په واک کې دي. د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد د کانونو ساحو په اړه معلومات راټول کړي دي؛ د دغه وزارت یوې سرچینې د دغو معلوماتو پر اساس یو ترتیب شوی جدول له پژواک سره شریک کړی او وایي چې دغه معلومات له ۱۳۹۷ کال څخه تر ۱۳۹۹ کاله پورې راټول شوي دي. په یاد جدول کې د کانونو د سیمو شمېر، موقعیت، د منرالونو ډول او دا چې د چا تر واک لاندې سیمو کې دي، په اړه یې معلومات وړاندې شوي دي

د بغلان شیخ جلال ګچو کان له ۷ کلونو راهیسې د نامسوولو وسله والو له خوا کنل کېږي

پلخمري (پژواک، ۶ غويی ١٤٠٠): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شيخ جلال په نوم د ګچو کان له تېرو اووه کلونو راهيسې د نامسوولو وسله والو او د ګچ فابريکو مسوولينو له لوري کيندل کېږي خو اړوند ارګانونه يې مخه نه نيسي. د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست معلوماتو له مخې، د شيخ جلال سیمې د ګچ کان په ۱۳۸۹/۱۲/۴ نېټه، مخکې له دې چې په بغلان ولایت کې د کانونو او پټرولیم ریاست رامنځته شي، د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د استخراج تصدۍ له لوري د محمد یوسف، حبیب الرحمن، قاسم خان او شېرمحمد په نومونو له کسانو سره يې د کيندنې هوکړه لیک لاسلیک شوى دى.

په تخار کې د مالګې د دوو کانونو استخراج د حکومت او قراردادي شرکت ناغېړۍ له امله درېدلی

تالقان (پژواک، ۲ غویی١٤٠٠): په تخار ولایت کې د مالګې دوو کانونو ایستل د قراردادي شرکت د ژمنو نه عملي کولو او د حکومت نه همکارۍ له امله درېدلی دی. سمیه ییز چارواکي وایي چې دغه شرکت له ۶۰ زره ډالرو ډېر پوروړی هم دی؛ خو د شرکت مسوولین وایي چې ناامني او د سیمې زرواکو لاسوهنه د دې لامل شوې چې دوی خپل ژمنې عمل نه کړای شي. د تاقچه خانې کان د تخار په نمک اب ولسوالۍ کې او د ارچي کوتل کان په کلفګان ولسوالۍ کې دی.

حکومت هر کال بلخ کې د ګچو کانونو ناقانونه کیندنو له امله ۲۵ میلیونه عواید له لاسه ورکوي

مزارشريف (پژواک، ۱ غويي ١٤٠٠): د بلخ ولايت په چمتال او خلم ولسواليو کې د ګچو کانونه د سيمه ييزو خلکو او يو شمېر شرکتونو له خوا په غير قانوني ډول کېندل کېږي چې له امله يې حکومت هر کال ٢٥ ميليونه افغانۍ عوايد له لاسه ورکوي. د ګچو يو شمېر کانونه د بلخ په چمتال، خلم او مارمل ولسواليو کې موقعيت لري چې له ډلې يې په چمتال او خلم کې دغه کانونه په غير قانوني ډول استخراجېږي. پژواک ته په لاس ورغلي معلومات په ډاګه کوي چې د دغو کانونو د استخراج برخه کې د ډيناميټ (چاودېدونکو توکو) څخه هم کار اخيستل کېږي چې مسوول چارواکي يې د چاپېريال لپاره مرګوني توکي ګڼي.

په ميدان وردګو کې له کانونو شپږ ميليونه عوايد راټول شوي

ميدانښار ( پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۳) : د ميدان وردګو چارواکي وايي چې د ۲۳ لنډ او اوږد مهاله قراردادونو څخه يې شاوخوا شپږ ميليونه عوايد راټول کړي دي.

د دغه ولايت د کانونو رييس فضل باري د مرغومي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې  وويل  چې د روان مالي کال په ترڅ کې دوی له بېلابېلو شرکتونو سره د کانونو په برخه کې  ۵ اوږد مهالې او ۱۷ لنډ مهالې قراردادونه کړي وو.

هغه زياته کړه، چې د ۲۳ زرو ټنو په اندازه يې د دايميردادو او ۳۰ زره ټنو په اندازه يې د مرکزي بهسودو د کچو درې قراردادونه له شرکتونو سره کړي و .

ټاکنيزې لانجې د کندوز د کانونو پر عوايدو منفي اغېز کړى

کندوز (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): ټاکنيزو ناندريو او د بهرنيو سرتېرو وتلو په کندوز ولايت کې پر ودانيزو چارو اغېز کړى او له همدې امله د دغه ولايت د کانونو عوايد کم شوي دي.
په ټول کې په کندوز ولايت کې شپږ کانونه (نفت، اپاتيت (فاسفورس)، ايستلين، ګچ ، تعميراتي ډبرې، رېګ او جغل) شته دي، چې يواځې د ساختماني چارو لپاره ګچ، تعميراتي ډبرې او جغل استخراجېږي.
د خان اباد او چهاردرې ولسوالۍ په کانونو کې تر ټولو مهم د نفتو کانونه دي، خو په علي اباد کې فاسفورس، په چهار دره ولسوالۍ کې ايستلين او ګچ او په کلا زال، چهاردره او خان اباد ولسواليو کې د ودانيزو ډبرو کانونه شته دي.

د دره صوف بالا د ډبرو سکرو د دوو کانونو عوايد ډېر شوي

ايبک (پژواک ٣ چنګاښ ٩٣): د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو عوايد د روان مالي کال په شپږو مياشتو کې څه باندې يو ميليار او شپږ نيم ميليون افغانيو ته رسېدلي دي.

د سمنګان والي خيرالله انوش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد عوايد له دوو کانونو (دهانه تور او شباشک) څخه دي، چې د مالي کال په لومړيو شپږو مياشتو (د ١٣٩٢ د مرغومي له لومړۍ نه د ١٣٩٣ د غبرګولي تر پايه) ترلاسه شوي دي.

د تخار د کانونو عوايد کم شوي

 تالقان (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د تخار ولايت د کانونو رياست وايي، چې د بوديجې کسر او د ځينې دولتي ادارو د نه همکارۍ له امله، د دغه رياست عوايد د تېر کاله په پرتله درې ميليون افغانۍ کم شوي دي.

 دغه ولايت، د ډېرو کانونو د شتون له اړخه د شمال ختيځ زون په کچه لومړى مقام لري.

 خو د تخار د کانونو رييس انجنير فدا محمد تاشي وايي، چې په روان کال کې د کانونو عوايد لس ميليونو افغانيو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دغه عوايد په تېر مالي (١٣٩١ لمريز) کال کې ١٣ ميليون افغانيو ته رسېدل.

Pages

Give us a call on +93 20 220 1814