Article

په تخار کې د مالګې د دوو کانونو استخراج د حکومت او قراردادي شرکت ناغېړۍ له امله درېدلی

تالقان (پژواک، ۲ غویی١٤٠٠): په تخار ولایت کې د مالګې دوو کانونو ایستل د قراردادي شرکت د ژمنو نه عملي کولو او د حکومت نه همکارۍ له امله درېدلی دی. سمیه ییز چارواکي وایي چې دغه شرکت له ۶۰ زره ډالرو ډېر پوروړی هم دی؛ خو د شرکت مسوولین وایي چې ناامني او د سیمې زرواکو لاسوهنه د دې لامل شوې چې دوی خپل ژمنې عمل نه کړای شي. د تاقچه خانې کان د تخار په نمک اب ولسوالۍ کې او د ارچي کوتل کان په کلفګان ولسوالۍ کې دی. د تاقچه خانې او ارچه کوتل مالګې کانونو قرارداد په ۱۳۹۲ کال کې د وېسټکو انټرنېشنل شرکت سره لاسلیک شو چې د قرارداد له مخې، د مالګې استخراج باید په عصري، مسلکي او تخنیکي ډول ترسره شي؛ خو د قراردادي شرکت د ژمنې خلاف، د مالګې استخراج د سیمې د خلکو په وسیله له بېل او کولنګ څخه په ګټه اخیستنه په دوديز توګه ترسره شوی دی. پژواک د وېسټکو انټرنېشنل شرکت او حکومتي ادارو تر منځ تبادله شوي اسناد ترلاسه کړي دي. له دغو اسنادو په یوه کې وېسټکو انټرنېشنل شرکت د کانونو او پترولیم له وزارته غوښتي چې د یادو کانونو امنیت ټینګولو په موخه له ممکنې او قانوني لارې زمینه برابره کړي څو د مالګي استخراج په تخنیکي او صنعتي ډول ترسره شي. په بل سند کې شرکت د نمک اب ولسوالۍ له مسوولینو غوښتي چې په دوديز ډول د کان کېندونکو مخه ونیسي. همدا ډول په بل سند کې چې په ٤-٦-١٣٩٩ نېټه د وېسټکو انټرنېشنل شرکت له خوا د کانونو او پترولیم وزارت ته استول شوی، ویل شوي چې د تخار کانونو ریاست له خپلو صلاحیتونو ناوړه ګټه اخیستې او دغه شرکت یې څارنوالۍ ته معرفي کړی دی. بلخوا د کانونو او پترولیم وزارت په یوه مکتوب کې د تخار ولایت مقام ته لیکلي چې دغه شرکت د مالګې استخراج لپاره وزارت ته دوه ځله عریضه کړې او د کانونو امنیت ټینګښت لپاره یې د دولت د مرستې غوښتنه کړې ده. په دې سند کې وزارت د تخار کانونو له ریاسته غوښتي چې د یادې ستونزې هواري لپاره د ولایت مقام سره په همغږۍ سملاسي اجراات وکړي. په پای کې یاد شرکت په یوه بل مکتوب کې د کانونو او پترولیم له وزارت او تخار ولایت له مقامه غوښتي چې که د کانونو امنیت ټینګ نه کړي، حاضر دی کېندنې ترسره او په یوه کال کې خپل ټول پورونه تصفیه کړي.

شرکت ولې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ؟

په تخار کې د وېسټکو انټرنېشنل شرکت مسوول حامد اراسته وویل چې د سیمه ییزو زورواکو د فشار او حکومت نه همکارۍ له امله، نه دي توانېدلي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي. هغه زیاته کړه: «د کان ساحې د امنیت تامین، د نقشې تثبیت، د سیمه ییزو زورواکو له خوا د ناقانوني ایستلو مخنیوی، د حکومت له ژمنو وو چې تر سره یې نه کړل. موږ غوښتل د ماشین په وسیله استخراج وکړو؛ خو خلکو اجازه رانه کړه؛ ځکه خپل کار یې له لاسه ورکاوه. شرکت له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو چې دا ټول د کار د مخنیوي لامل شول.» بلخوا د تخار د اقتصاد رییس احمد ضیاء طارق پژواک ته وویل چې وېسټکو انټرنېشنل شرکت په ټولنیزو برخو کې د مالګې کان ایستلو له عوایدو ۷۴۷ زره ډالر د ریالېټۍ (مالیاتو) او لګښتونو پوروړی دی. د هغه په وینا، شرکت په اتو کلونو کې نه دی توانېدلی چې یادې پیسې ورکړي. د نمک اب ولسوال جنیدالله فیض، سکټوري رییس مصطفی رسولي او د تخار ولایت د کانونو رییس محمد اکبر انوري په ګډون د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۹مې ناستې د پرېکړې له مخې؛ «د قشقالې پله ودانۍ جوړول، له تاقچه خانې د مالګې تر کانه د درې کیلومتره اوږده سړک پراختیا او جغل اچونه، د تاقچه خانې جامع جومات جوړول، د شولش درې په کلیو کې د سېل مخنیوونکي دېوالونو جوړول ...» له مهمو پروژو څخه دي چې قراردادي شرکت یې ترسره کړي. د نمک اب ولسوال جنیدالله وویل چې د اتو کلونو په تېرېدو تراوسه د دغه کار ترسره کولو لپاره د شرکت له خوا کوچنی اقدام هم نه دی شوی. هغه زیاته کړه: «د دغو کارونو په ترسره کولو سربېره قراردادي شرکت نږدې یو میلیون ډالر پوروړی هم دی.» بلخوا د نمک اب ټولنیزې شورا مرستیارل امرالدین مصدق د اندېښنې په څرګندولو سره پژواک ته یې وویل چې د مالګې استخراج د دوی لپاره هېڅ ګټه نه لري. هغه زیاته کړه: «که قراردادي شرکت پر هغه څه چې ژمنه یې کړې وه، عمل کړی وای، د خلکو ژوند به بدل شوی و.» دغه راز د ملي تدارکاتو کمېسیون د تېر کال په لړ کې د تاقچه خانې او ارچې کوتل مالګې کانونو قرارداد د هغه لاملو له امله چې د شرکت نه ژمنتیا په ګوته کوي، فسخه کړی دی. د کانونو او پترولیم وزارت ویاد عزیرالله غروال پژواک ته وویل: «د پور او ژمنو نه عملي کولو له امله مو قرارداد فسخه او د استخراج کار ودراوه.»

د تخار په کانونو کې ډېری کارکوونکي ماشومان دي:

د تاقچه خانې له کانه د ولسوالۍ تر مرکزه د خره په وسیله د مالګې وړل چې شاوخوا یو ساعت لار کېږي، له درنو کارونو دي چې ماشومان یې ترسره کوي. د سیمې اوسېدونکي چې ډېری عاید په دغه کان کې له کار کولو ترلاسه کوي، وایي، اړ دي تر ټولو دروند کار ترسره کړي. د تاقچه خانې سیمې اوسېدونکي ۱۱ کلن عبدالرسول چې له څو کلو راهیسې یې په دغه کان کې کار کړی، پژواک ته وویل چې د یوې ګولې مړۍ پیدا کولو لپاره هره ورځ له سهاره تر ماښامه په یاد کان کې کار کوي. هغه زیاته کړه: «هر سهار چې پنځه بجې له خوبه راپاڅېږم، خر مې د مالګې کان ته را سره بیایم، ډېره هڅه کوم چې لږ تر لږه درې ځله بار یوسم، څو ۳۰۰ افغانۍ مې نصیب شي.» دغه راز په یاد کان کې ډېر عمر لرونکي کارکوونکي د کولنګ په وسیله د مټو په زور د مالګې تختې له کانه راباسي. ۲۲ کلن جلال الدین چې نیم عمر یې په دې کان کار کړی، وویل، درانه کار ډېری کارکوونکي معیوب کړي دي. هغه زیاته کړه: «په دغه کان کې تر لسو کلونو ډېر څوک کار نه شي کولای، معیوب، مړ او یا هم ناروغیږي.» هغه وویل چې د انساني ځواک په وسیله کار یوازینی غوراوی دی چې د سیمې خلک ترې روزي پیدا کړي. د نوموړي په خبره، د کلفګان ارچې کوتل مالګې کان هم په غیرقانوني ډول ایستل کېږي. قطب الدین د ارچه کوتل کلي اوسېدونکي او د کان کارکوونکی دی. هغه پژواک ته وویل: «مخکې د دې ځای خلکو د مټو په زور استخراج ترسره کاوه؛ خو اوس هلته اوبه راټولیږي او څو ورځې وروسته مالګه پړسیږي چې د مالګې راټولولو تر ټولو اسانه لار ده.» د سمیې اوسېدونکي وایي، که څه هم شرکت د ارچې کوتل مالګې د کان تخنيکي استخراج قرارداد کړی؛ خو اوس پړسېدلې مالګه راټولوي او په قرارداد عمل نه کوي. د یادونې ده چې تخار د سرو زرو، مالګې، ډبرو سکرو، ګچو او سلفرو کانونو لرونکی دی؛ چې یوازې مالګه او ډبرو سکاره یې د ایستلو وړ دي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814