Interviews

"په شلو کلونو کې هم د کور خاوند نه شوم"

پلخمري (پژواک ١٩ کب ٩٢): دا د هغه ګارګر خبرې دي، چې له څه باندې شلو کلونو راهيسې د غوري سمنټو په فابريکه کې کار کوي، خو په دې دومره وخت کې يې په ژوند کې ډېر کم بدلون راغلى دى.

محمدکريم له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دى د دريو لوڼو او دريو زامنو پلار دى، چې دوې لوڼې يې تر زامنو مشرانې دي.

هغه زياته کړه، شل کاله کېږي، چې د غوري سمنټو په فابريکه کې کار کوي، خو تر اوسه هم نه دى توانېدلى، چې ځان ته کومه سرپناه جوړه کړي او په يوه داسې کرايي کور کې ژوند کوي، چې مياشتنۍ کرايه يې ٢٥٠٠ افغانۍ ده.

دغه کارګر زياته کړه، چې په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې ژوند کوي، مياشتنى معاش يې اته زره افغانۍ کېږي او اوسنيو شرايطو ته په پام سره په اته زره افغانيو ګوزاره کول خورا سخت کار دى.

د ده په خبره، له دې پرته بله چاره نه لري، هره ورځ پرته له دې چې چاى وڅښي له کوره وځي او د کار خوا ته ځي.

هغه وويل: ((اولادونه مې تل رانه غواړي، چې نوې جامې، قلم، کاغذ، کتابچه او د ښوونځي جامې ورته واخلم، خو زه يې تل په نن او سبا غولوم.))

د غوري سمنټو فابريکې دغه کارګر زياته کړه، چې هره ورځ له رخصتۍ وروسته ناوخته کور ته ځي، څو اولادونه يې ورڅخه څه ونه غواړي.

هغه زياته کړه، چې په ژمي کې يې ستونزې دوه چنده کېږي، ځکه چې فابريکه فروشات نه لري او تنخوا يې هم په وخت سره نه ورکول کېږي، حتى په ټول ژمي کې د ډبرو سکرو او ژمنيو جامو له امله پوروړى کېږي.

د غوري سمنټو فابريکې يا کارکوونکى هر سهار اته بجې کار ته ځي او د مازديګر تر څلورو بجو پورې کار کوي.

کريم وويل، چې د ده کار له نورو کارګرو سره توپير لري، له خپل کاره راضي دى، خو يواځې چې دولت يو کور ورکړي او له کرايې بېغمه شي، نو ستونزې يې تر يوې کچې حل کېږي.

هغه زياته کړه، کله چې دغه کان خصوصي سکتور ته ورکړل شو، نو ټول کارګر خوشحاله وو، چې امتيازات به يې زيات شي، خو په ژوند کې يې هېڅ بدلون رانغى او د کارګرو د ژوند وضعيت تر پخوا اوس ډېر خراب دى.

کريم زياته کړه، چې د کانونو اکثره کارګران د يوې مړۍ حلالې ډوډۍ پيدا کولو لپاره هر ډول درد او رنځ زغمي، کله کله په سختۍ هم کار کوي او د هر کس ناکس منتونه هم اخلي.

د نوموړي په وينا، حتى کارګران ځيني وختونه له علت پرته د صاحب کارانو له خوا له دندې شړل کېږي.

هغه وويل، سره له دې چې دى يو با تجربې کارګر دى او له تېرو شلو کلونو راهيسې په دې برخه کې کار کوي، خو ډاډمن نه دى، ممکن سبا دى وشړي او پر ځاى يې واسطه لرونکى کس مقرر کړي، د خپلې دندې د راتلونکي په اړه هېڅ تضمين نه لري او حتى تقاعد به هم ونه لري، ځکه چې د غوري سمنټو شرکت خصوصي شوى دى.

حبيب الرحمن شيرزی

Give us a call on +93 20 220 1814