Info Mines

په افغانستان کې دجيولوجيکي څېړنو لنډ تاريخ

په افغانستان کې له ډيرو پخوا زمانو راهيسې دکاني موادو دپلټنې او سپړنې چارې پر مخ روانې وې، خو کله چې په ١٩٥٤ زيږديز کال کې ديوريشيا جيولوجيکي نقشه جوړه شوه ، نودکابل له يوې کمې برخې پرته چې په (١٩٢٦- ١٩٥١ز) کلونو په موده کې فرانسوي جيولوجستانو ( ځمکپوهانو) له خوا نقشه برداري شوې وه ، نورټول افغانستان په نوموړې نقشه کې ديوه سپين خاپ په څېر معلومېده .

لامل يې دا وه ، چې په افغانستان کې جيولوجيکي څېړنې نه وې شوې ، چې دنړې په نقشه کې يې انعکاس موندلى واى .

په هيواد کې دجيولوجيکي څېړنو تاريخ په درېيو پړاوونو وېشل شوى دى.

١ – دکاني موادو د لومړنيوسپړنو پړاو :

افغانستان په منځنۍ اسيا کې تر ټولو لومړنى هېواد دى، چي دکانونو دسپړنې چارې پکې رواج وې ، دبېلګې په توګه دبدخشان دلاجوردو کان يادولى شو، چي زرګونه کاله پخوايې لاجورد دکاروانونو په وسيله دنړۍ بېلابېلو سيموته ليږدول شوي دي .

ښه نمونه يې دمصر احرامونه دي، چي په جوړونه کې يېله ميلاد نه څو سوه کاله مخکې دبدخشان دلاجوردو څخه ګټه اخيستل شوې ده ، افغاني جيولوجيست سلطان احمد پوپل په خپل يوه راپور کې ددې کان دسپړنې تاريخ له نن  څخه څلورزره کاله دمخه اټکل کړى ده ، ايټالوي ګرځندوى مارکوپولو هم په خپلو ياداښتونو کې دافغانستان دځينو کانونو يادونه کړې ده ، سربېره پردې يولړ پخوانيو کتابونو لکه : حدود العالم ، چهارمقاله عروضي ، تاريخ طبري ، تاريخ بيهقي ، طبقات ناصري ، قانون البيروني اوداسې نورو په افغانستان کې دکانونو په شته والي او له هغو څخه دګټې اخيستنې په لاروچارومعلومات ثبت کړياودهغو لرغونوالى يې له نن نه ٢٠٠٠ کاله دمخه ښودلى ده .

په ١٥ مه پيړي کې په کابل او کندهار کې مس ، په فيض اباد او مقر کي سره زر ، دپنجشير په دره کې سپين زر ، دغوربند په فرنجيل کې سرب ، جست اودهيواد په شمال کې مالګه لاسته راوړل کېده .ځينې لرغونې کيندل شوې سمڅې ، غارونه ، څاه ګانې ،همدارنګه دکندهار په خاکريز، دلوګرپه عينک ، هزاره جاتو اودهيواد په مرکزي برخو کې داوسپنې دويلي کولو بټيو نښې نښانې دا راپه ګوته کوي، چي زر يا څه زيات کلونه پخوا په افغانستان کې دکانونو دسپړنې او له هغوڅخه داستفادې بهيرموجود و .

په هند کې دمغلو دسلطنت دبنسټ ايښودونکي بابرپه ياداښتونو کې هم دافغانستان دځمکې دجوړښت ،کانونو اوزلزلوپه باره کې زيات معلومات ثبت شوي، همدارنګه دنړۍ مشهوروګرځندويانو لکه : چينايي هيون سانګ ، ياقوت جموي اوابن بطوطه په ياداښتونو کې هم دافغانستان دکانونو په اړه معلومات راغلي دي .

٢ – دجيولوجيکي څېړنو دپيل پړاو :

دا پړاو د١٨٣٨ ز کال نه پيل تر١٩٥٥ ز کال پورې رسيږي . ددې پړاو په اړه لومړني معلومات دهغو انګليسي مامورينواوپوځي افسرانو په ياداښتونو کې راغلي، چې دافغان -انګليس دلومړۍ جګړې په وخت کې يې په افغانستان کې دندې لرلې . نوموړو مامورينو زياتره دافغانستان دجغرافيې،زلزلو،اقليم او دسيمې دترسباتو او ډبرو په اړه لنډ معلومات ليکلي دي .

په ١٨٣٩ ز کال کې (C.P.Lard)لومړنى انګليسي جيولوجيست دى، چې دهندوکش اوکوهدامن په منځ کې يې جيولوجيکي څېړنې کړي اودهغې سيمې دکرستالي ډبرو او مرمرو په اړه يې خپل معلومات وړاندې کړي دي .

په ١٨٤١ ز کال کې انګليسي دپلوماتيک پلاوي له هغې ډلې نه H.drummondاو W.Griffthد افغانستان دشمال ، هرات ، کندهار ، کابل اوداسې نوروسيمو دکاني موادو په اړه په تفصيل سره معلومات ليکلي. دجيولوجيکي څېړنودتاريخ له پلوه دانګليسي جيولوجست K.L ګريسباخ (١٨٨١-١٨٩٢ ) علمي ليکنې دزيات اهميت وړ دي، نوموړي دلومړي ځل لپاره په افغانستان کې دجيولوجيکي او ستراتو ګرافيکي څېړنو بنسټ ايښى دى .

په ١٩١١ ز کال کې انګليسي جيولوج هايډن (H.H.Hyden) دخپل اوږده سفر په لړ کې دغوربند له لارې باميانوته ننوت او هلته يې دسيغان او کهمرد سيمې ترجيولوجيکي څېړنو لاندې ونيوې، هغه دخپل يون په پاى کې دافغانستان ستراتوګرافي ترتيب کړه ،چې تر نن ورځې پورې يې خپل اهميت ساتلى دى .

په ١٩٢٢ ز کال کې روسي جيولوج چرکسکي په بدخشان کې دلاجوردو له کان سره نږدې دسرسنګ په سيمه کې داوسپينې او سرپو رګونه وڅېړل او هغه يې د زيات اهميت وړ وبلل . خود اقتصادي ستونزو له امله يې زياتې څېړنې راتلونکي وخت ته پرېښودې .

د١٩٢١- ١٩٥١ز کلونو په بهير کې فرانسوي جيلوجست فيورن (R.Furon) دافغانستان اودهغه دګاونډيو هيوادونو دجيولوجيکي څيړنو په اړه له شلو نه زياتې علمي رسالې وليکلې، چې په هغو کې د (کابلستان هندوکش ) په نامه رساله ستر اهميت لري .

دپخواني شوروي اتحاد جغرافيه پوه (ن. اي. واويلوف ) په ١٩٢٤ ز کال دنورستان په ټوله سيمه کې ګرځيدلى اودهغه ځاى دپګماتيتي رګونو په اړه يې زيات معلومات راټولکړي دي .

د١٩٢٩ – ١٩٤٠ ز کلونو کې فرانسوي ځمکپوه بارتاکس (J.Barthoux) دبدخشان په سيمه کې جيولوجيکي څېړنې وکړې، چې وروسته يې بيا دخپلو څېړنو شننيز راپور چاپ ته وسپاره . دغه راپور هم دهيواد په جيولوجيکي تاريخ کې ستر ارزښت لري .

په ١٩٣٦ تر ١٩٣٦ ز کلونو کې الماني ځمکپوه ک.بريوکل (K.Brukl) دبدخشان لاجورد دحاجيګک داوسپنې کان دفرنجل سرپ ، جست اود پنجشير د درې په اړه يې مهمې جيولوجيکي څيړنې کړې دي، په ١٩٤٢ز کال کې انګريزي ځمکپوه D.West دخپل افغاني همکار فقيرمحمد خان په مرسته ددواب په شمال کې دډبروسکرو دشته والي په اړه معلومات ورکړل اوهمدارنګه يې داشپشتي او دره صوف دډبروسکرو کانونو جيولوجيکي جوړښت هم وڅېړه .
په ١٩٤٨ ز کال کې افغاني جيولوجست غلام علي خان په شبرغان کې ديتيم تاق دسيمې توپوګرافيکي نقشه (١:١٠٠٠) په مقياس جوړه کړه ، افغاني ځمکپوهانو سلطان احمد پوپل او عبدالله خان هم دآمو او کوکچې دسيندونو رسوبي طلا ، داشپشتي اودره صوف دډبروسکرو دکانونو په اړه جيولوجيکي څيړنې کړې دي .

د١٩٥٠ تر ١٩٥٢ ز کلونو په بهير کې افغاني ځمکپوه سطان احمد پوپل او فرانسوي ځمګپوه ترومپ Tromp دافغانستان په حلقوي ترانسپورټي لويې لارې باندې سفر وکړ او د هيواد جيولوجي په اړه يې بشپړ معلومات راټول کړل، دوى دهيواد په شمال کې دتباشير ترسبات نفت لرونکي وبلل، چي وروسته بيا دهمدغې نظريې پر بنسټ دانګوټ په سيمه کې سويډني کمپنۍ جيولوجيکي برمه کاري ترسره کړې ده .

٣ – دجيولوجيکي نقشې اخيستنې اود کاني ګټوروموادو دپلټنې پړاو :

په افغانستان کې دجيولوجيکي څيړنو غوره پړاو له ١٩٥٥ ز کال څخه وروسته ، کله چې په کابل کې دنفت او ګازو رياست جوړ شو ، پيل کيږي .(دارياست وروسته مزارشريف ته وليږدول شو)

په ١٩٥٨ ز کال کې افغانځمکپوهانو دپخواني شوروي اتحاد دمتخصيصينو په مرسته دهيواد په شمال کې دنفتو او طبيعي ګازو پلټنې پيل کړې .

دغه څيړنې هراړخيزه وې،چې دجيولوجيکي جوړښتونو دمطالعې اودجيولوجيکينقشې دجوړوني له کارسره يوځاى په برياليتوب پاي ته ورسېدې .

له ١٩٥٨ ز کال څخه تر ١٩٦١ زکال پورې فرانسوي ځمکپوهانو منيسيه او لاپران دکابل دسيمې جيولوجيکي نقشه جوړه کړه .

د١٩٥٩ زکال په وروستيو کې الماني ځمکپوهان ، چې دهيواد په سوېلي سيمو کې په فعاليت بوخت وو، دهوايي عکسونو په مرسته يې دسوېل ټولې سيمې د١:١٠٠٠٠٠٠ يو په نسبت دلس لکه په مقياس نقشه برداري کړې .

په ١٩٦٣ ز کال کې دکلکو (جامدو) او ګټوروموادو دپلټنې رياست چي وروسته (١٩٦٥ ز کال) بيا دجيولوجي اوکانونو رياست په نامه وبلل شو ، منځته راغى .

په دغو کلونو کې جيولوجيکي څيړنو ته کلکه پاملرنه واړول شوه،دپخواني شوروي اتحاد دځمکپوهانو په همکارۍ دډبروسکرو ، اوسپنې ، سروزرواو لاجوردو دزيرمو پلټنه او محاسبه پيل شوه ، چې په پايله کې دکابل په لوېديځ کې دحاجيګک داوسپني کان اوپه شمال لوېديځ کېله پلخمري  څخه نيولې دهرات ترپولوپورې دډبروسکرو ستره حوزه وموندله .

دباريتو اوبريليومو زېرمې محاسبه شوې . دسروزرو او نورو قېمتي ګټورو کاني موادو زېرمې په نښه شوې .

له ١٩٦٥ کال څخه وروسته دسرپو، جستو ، مسو ، سروزرو ، باريتو ، ابرکو ، سلفرو، فاسفوريټو ، کيناور،ډبروسکرو، منرالي اوبو ، دخوړلو مالګو او دساختماني موادو دپلټنې او تفحص په اړه پراخې جيولوجيکي څيړنې ترسره شوې.

په ١٩٧٣ ز کال دهيواد  دسوېل لوېديځپه وروستۍ برخې کې دآراګونيت دکان دويم ځلې ارزونه ترسره شوه اودهرات دښار په شمال کې دبيرايټو کان وموندل شو . په ١٩٧٤ ز کال کې دکابل دښار په سوېل ختيځ کې لوګرولايت پورې اړوند دعينکو دمسو سترې زيرمې کشف اودپلټني چارې يې ترلاس لاندې وينول شوې په همدې کلونو کې د(١:٥٠٠٠٠٠) په مقياس دټول افغانستان لپاره دجيولوجيکي نقشې جوړونه اود (١:١٠٠٠٠٠٠) په مقياس دتکتونيکي نقشې جوړونه په هيواد کې دچټکو جيولوجيکي څېړنو ښکارندويي کوي . د١٩٨٦ ز کال نه وروسته دافغانستان دجيولوجيکي څېړنو په اړه ليکلي نښيرونه (اثار) چاپ شول . په دغو نښيرونو کې دروسي ځمکپوه (و.ا.سلاوين ) نښير"دافغانستان تکتونيک" چې په ١٩٨٦ ز کې په روسي ژبه چاپ شوى او بل يې " دافغانستان جيولوجي" په نامه کتاب دى چې په ١٩٨٠ ز کال کې د والفارد او ويتيکند له خوا ليکلى او چاپ شوى دى ديادونې وړ کتابونه دي .

ددې نښـيرونو په لړکې غوره او مهم نښير جيولوچي او په افغانستان کې کاني زيرمې کتاب دى ،چي درونوف اونورو روسي ځمکپوهانو په ګډه ليکلى او په ١٩٧٧ ز کال کې چاپ شوى دى . داکتاب په دوه ټوکه کې لومړى په روسي ليکل شوى اوبياژباړل شوى  ، داپروژه دملګروملتونو ترڅارنې لاندې تر سره شوې ، دسمون چارې يې دڅوتنو کاناډايانو له خواترسره شوې دي،  په دې کتاب کې لومړى په افغانستان کې دتيروجيولوجيکي څيړنو په هکله پراخ معلومات راغلي  په دويمه برخه کې دافغانستان دټولو کاني زيرمو په اړه کره معلومات وړاندې شوياو له دې کتاب سره ١١ بېلابېلې نقشې هم ملې دي .

دافغانستان دجيولوجي او کانونو په اړه ټول عمده راپورونه په روسي ، فرانسوي ، انګليسي او الماني ژبودي، چي دځوانو ځمکپوهانو لپاره لويه ستونزه ګڼل کيږي .

دجګړې په وروستيو شلوکلونو کې دکابل ښار دشاوخوا له ځينو سيمو پرته نورپه ټول هيواد کې  جيولوجيکي څيړنې په ټپه ولاړې وې .

يواځې دمس عينککان  اکتشافي چارې په ډيره چټکۍ روانې وې، خو په ١٩٩٢ ز کال ددې کان ټولې تخنيکي وسيلې په هيواد کې دمرکزي حکومت دنشتوالي له امله لوټ شوې ، اوس ددې کان دڅيړنې ،پلټنې او را ايستنې کار دMCC په نوم يوې چينايي کمپنۍ ته سپارل شوى دى .

دهغه وخت دراپورونو له مخې، کله چې لومړني افغان ستورمزلي عبدالحد مومند دپخواني شوروي اتحاد په کيهاني بيړۍ کې فضاته ختلى و،له پروګرام سره سم نوموړې بيړۍ څو ځله دافغانستان په شاوخوا وچورليده ، ددې هيواد دغرونو ، دښتو ، ځنګلونو ، څړځايونو اونورو طبيعي زيرمو انځورونه يې واخيستل که دغه انځورونه په ريښتينې توګه دافغانستان دکانو اوصنايعو وزارت ته سپارل شوي وي کيداى شي په راتلونکي وخت کې دافغانستان دنويوکاني زيرمو په موندنه کې له موږ سره لويه مرسته وکړي .

  يادونه: دغه ليکنه چې ليکوال د خپلو معلوماتو او څېړنو په اساس ليکلې ، د پژواک اداره يې له کوم بدلون پرته کټ مټ خپروي .

 

Give us a call on +93 20 220 1814