Interviews

د کانونو په اړه خلک څه وايي؟

د لوګر ولايت د پل علم قومي مشر نېک محمد: ((زموږګران هېواد د کانونو له پلوه يو بډايه هېواد دى او له تېلو او ګازو څخه يې ونيسه تر زمرودو، ياقوتو،طلا، مس، اوسپنې، کرومېټ او هر څه لرو. ۵۰کاله مې عمر دی، عمر مې تېرشو،خو زموږ دغه شتمنۍ هغسې تر غرونو او خاورو لاندې پاتې دي. د دولت خيرات لاس نورو ته اوږد دی او د چارواکو له بې پروايي څخه زموږ سره او سپين لا تر ځمکې لاندې دي.))

 

 

د لوګر د محمداغې د مغل خېلو کلي اوسېدونکی حميدالله: ((ښوونځي کې به ښوونکو راته ويل، چې افغانستان د قېمتي ډبرو او کانونو له مخې يو غني هېواد دى، خدای(ج) پر موږ دغه لوريېنه کړې، خو کاش چې د دولت له لوري کار پرې وشي او په پيسو يې راته د برېښنا بندونه، سړکونه، ښوونځي او روغتونونه جوړ شي. هغه وايي: د لوګر د مسو د پروژې پنځه کاله کېږي، چې د استخراج او ځوانانو ته په کې د کار او روزګار اوازه ده، خو په دې برخه کې هېڅ نه دي شوي او تراوسه ډېر ځوانان بې روزګاره ګرځي.))

 

 

د پروان ولايت اوسېدونکى ميرويس:(( په افغانستان کې زيات کانونه لرو، لکه تېل، ګاز، مالګه، مس ، سره زر، د ډبرو سکاره، لاجورد او نور خو دولت يې په استخراج کې پاملرنه نه کوي، چې موږ پرځان بسيا شو، د بېلګې په ډول موږ مالګه لرو، مالګه مو پاکستان ته ځي او بېرته يې بيا په موږ په لوړه بيله پلوري.))

 

 

د پروان ولايت د غوربند ولسوالۍ اوسېدونکى محمدعارف :((د افغانستان د کانونو په استخراج کې زور واکي ښکېل دي، ګران بيه ډبرې استخراجوي او له ځان سره يې وړي،  خو د غريبانو له لاسه هېڅ کار نه دى پوره. دلته داسې کسان شته چې دستګاه لري، د نقشې له مخې ځينې کانونه استخراجوي. په ټوله کې زور واکي په قوي ملاتړ سره کانونه استخراجوي.))

 

 

د غزني ولايت اوسېدونکىرحمت الله:((په افغانستان کې هر ډول کانونه شته، مثلا د مس عينک، حاجيګک اوسپنه، سرو زرو زرکشان، کله چې يو هېواد کې کانونه استخراج شي، نو اقتصادي پرمختګ کوي، د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون ليدل کېږي او د کار زمينه برابرېږي.))

 

 

 

د باميانو ښار يوه اوسېدونکې ذکيه معراج: (( د افغانستان د کانونو په اړه کم معلومات لرم،  خو ويل کېږي، چې افغانستان کې زيات کانونه شته، خو نه پوهېږم چې دافغانستان کانونه استخراج شوي او کنه يا خلکو څومره ګټه ترې اخيستې؟))

 

 

 

د باميانو يو اوسېدونکى نصرت الله: (د افغانستان د کانونو په اړه مې له خلکو اورېدلي، چې زيات کانونه لري،  وايي چې د بدخشان لعل او لاجورد په نړۍ کې مشهور دي او په باميانو کې د اوسپنې مشهور کان حاجيګک شته، بايد د زور واکو لاسونه ترې لنډ شي، په اوسنيو شرايطو کې غوره ده، چې دا کانونه استخراج نه شي، ځکه چې د هېواد امنيتي وضعيت ښه نه دى او ګټه يې د زور واکو جيبونو ته ځي.))

 

 

د بلخ ولايت د مزارشريف ښار اوسېدونکي قدير بيات: (( که چېرې د هېواد کانونه په سمه او قانوني توګه استخراج شي، نو افغانستان به د نړۍ په کچهد غني هېوادونو په لړ کې راشي.))

 

 

 

د بلخ اوسېدونکې فتانه حسن زاده :(( د هېواد کانونو ته پاملرنه نه ده شوې، په ډېرو برخو کې غير قانوني کېندنې روانې دي.د کانونو په استخراجي برخه کې د امنيت نه شتوالى لوى خنډ دی.))

 

 

 

  د تالقان ښار يو اوسېدونکى واجد رازقي: ((کله چې يو هېواد سرشاره طبيعي زېرمې ولري، نو بايد د اقتصادي ستونزو او بحران سره مخ نه شي، له نېکمرغه چې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دى، چې پريمانه کانونه لري، خو دا کانونه په غير فني ډول استخراجېږي، چې ګټه يې دولت ته نه، بلکې زور واکو ته رسېږي.دولت بايد هڅه وکړي، چې ددې کانونو څخه په لازمه ګټه اخيستنه د هېواد اقتصاد اوچت او هېواد د اقتصادي ستونزو او بحران څخه وباسي.))

 

 

د تخار ولايت يو  اوسېدونکي عارفان بزګر : (( نه يواځې چې د تخار د ډبرو سکرو کان، بلکې د افغانستان ټول کانونه په غير فني او خپل سري ډول استخراجېږي.  په دې وروستيو کې يو شمېر شرکتونه په دې کانونو کې خپلسري کارونه کوي.  په دې ډول هر کس ورځي د مالکې په کان کې په هره بڼه يې چې زړه وي  مالګه استخراجوي، چې له بده مرغه دولت ورته چندان پاملرنه نه ده کړې.))

 

 

د هرات ښار اوسېدونکى رامين:((که چېرته د افغانستان په کانونو کار وشي،  نو طبيعي ده چې له اقتصادي لحاظه به افغانستان ته ډېر ښه وي، له مودو وروسته په خپلو پښو درېږو او زياتو افغانانو ته د کاروبار زمينه مساعدېږي، خو له بد مرغه چې په دې کانونو کار نه کېږي او که چېرته کار هم وشي، نو قرار داد يې له داسې شرکتونه سره کېږي، چې سم کار نه کوي.))

 

 

دهرات اوسېدونکى محمد اصف:(( که چېرته د افغانستان کانونه په سمه بڼه استخراج شي، نو هم به ځوانانو ته د کار زمينه مساعده شوې وي او هم به افغانستان له اقتصادي اړخه په پښو ودرېږي، خو له بده مرغه اورو ، چې د افغانستان کانونه په غير قانوني او غيرفني ډول استخراج او بيا ګاوڼديو او عربي هېوادونو ته په قاچاق  وړل کېږي. دولت بايد ددې کار مخه ونيسي ، څو افغانستان په راتلونکي کې يو اباد هېواد وي.))

Give us a call on +93 20 220 1814