کارګران

د سمنګان د سکرو د يوه کان څلور کارکوونکي مړه شوي

Category: 

ايبک (پژواک ٣ تله ٩٣): د سمنګان ولايت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د سکرو ډبرو کان د يو استخراجي تونل د لوېدو له امله د کان  څلور کارکوونکي مړه  شوي دي.

د يادې ولسوالۍ اجرا‌‌ئيه امر انجنير قربان وويل چې دغه پېښه تېره ورځ د دې ولسوالۍ په حصار سيمه کې رامنځته شوې ده.

دى وايي چې د پېښې د څېړلو لپاره سيمې ته پلاوى استول شوى دى.

حصار، د دې ولسوالۍ له مرکزه لوېديڅ لور ته اتيا کيلومتره لرې په يوه غرنۍ سيمه کې  موقعيت لري.

ويل کېږي چې ياد کان د دولت تر کنټرول لاندې نه دى او د سيمې د خلکو له خوا پر خپل سر سپړل کېږي.

د سمنګان د سکرو يوه کان کې ٢٧ تنه مړه شوي دي

Category: 

مزارشريف-ايبک (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): د سمنګان ولايت په روى دو اب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له امله ٢٧ تنه مړه شوي او پنځه نور نادرکه دي.

د سمنګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال مصدق الله مظفري د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون په کان کې تر چاودنې وروسته ٣٠ تنه بند پاتې وو.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې کان کيندونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې ونه وښوده.

مظفري وايي، چې له ياد کان څخه په غير مسلکي توګه کيندنې کېدې.

"د ډبرو سکرو کان کيندونکي دې پر وسايلو تجهيز شي"

Category: 

مزارشريف (پژواک ٢٦ وږى ٩٢): د سمنګان چارواکي وايي، چې د روی دواب ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان د استخراج دوباره پيل بايد د کاريګرو له تجهيزېدو وروسته پيل شي.

دوی وايي، چې د کان د استخراج کارګرانو د کار لومړني وسايل نه لري  او په شوې پېښه کې د مرګ ژوبلې د اوښتو يو لامل هم د کار د لومړنيو وسايلو نشتوالی بولي.

د وږي په ۲۳مه د روی دواب ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې د شوې چاودنې له امله د کان ۴۷ کار کوونکي بند پاتې شوي وو، چې تر دې دمه يې د ۲۳ تنو جسدونه تر لاسه شوي، ۲۲ تنه ټپيان شوي او پاتې لا هم لادرکه دي.

د سمنګانو په يوه کان کې لسګونه کسان بند پاتې دي

Category: 

ايبک (پژواک، ٢٣ وږى ٩٢): د سمنګان چارواکي وايي، چې د دې ولايت په روى دو اب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې لسګونه کسان بند پاتې او يو شمېر نور مسموم شوي دي.

د روى دو اب ولسوال عبادالله مجاهد، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماسپښين د اب خورک په سيمه کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې چاودنه شوې، چې له امله يې د ٢٠- ٤٠ کسان بند او يو شمېر نور مسموم شوي دي.

ده زياته کړه، د ولسوالۍ امنيه قوماندان سره له پوليسو د پېښې ځاى ته ورغلى او يادو شويو کسانو په لټه کې دي.

د بغلان د ډبرو سکرو په کان کې د ژغورنې له ډلې يو تن مړ شو

Category: 

پلخمری (پژواک ٥ مرغومى ٩٠): د ژغورنې له ډلې يوه تن، چې د بغلان د نهرين ولسوالۍ د ډبرو د سکرو په کان کې د پاتې مړو په را ايستلو بوخت و، ساه ورکړې ده.

د نهرين ولسوالۍ د چنارک په نوم دغه کان دوه ورځې وړاندې هغه وخت اور واخيست، چې ١١ هغه کان کيندونکي، چې د ډبرو سکرو د را ايستلو لپاره د کان ٤٠٠ متريزې سمڅې ته ننوتې وو، د ګازنيونې له امله ټول مړه شول.

د بغلان والي منشي عبدالمجيد نن (د مرغومي پنځمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه په دغه کان کې څلور پاتې مړي هم را و ايستل شول.

د بغلان د ډبرو سکرو په کان کې د ژغورنې له ډلې يو تن مړ شو

Category: 

پلخمری (پژواک ٥ مرغومى ٩٠): د ژغورنې له ډلې يوه تن، چې د بغلان د نهرين ولسوالۍ د ډبرو د سکرو په کان کې د پاتې مړو په را ايستلو بوخت و، ساه ورکړې ده.

د نهرين ولسوالۍ د چنارک په نوم دغه کان دوه ورځې وړاندې هغه وخت اور واخيست، چې ١١ هغه کان کيندونکي، چې د ډبرو سکرو د را ايستلو لپاره د کان ٤٠٠ متريزې سمڅې ته ننوتې وو، د ګازنيونې له امله ټول مړه شول.

د بغلان والي منشي عبدالمجيد نن (د مرغومي پنځمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه په دغه کان کې څلور پاتې مړي هم را و ايستل شول.

د سکرو له کان څخه د مړو د لېږد پر مهال يوتن مړ او لس نور مسموم شول

Category: 

پلخمري ( پژواک٤ مرغومى ٩٠ ): دهغو کسانو له ډلې څخه چې د نهرين ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې يې د پاتې شويو مړو د راوېستلو هڅه کوله ، يوتن مړ او لس نور مسموم شول.

په دې کان کې هغه مهال تېره ورځ اور ولګېد، چې ١١ تنه کارګران د ډبرو سکرو د را وېستلو لپاره د نهرين ولسوالۍ د چنارک کان ٤٠٠ متري صوف ته ننوتل ، خو د ګازو د مسموميت له امله ټول مړه شول.

ددې صوف خاوند محمد امان نن د (مرغومي په ١٤مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر تېرې شپې پورې اوه مړي له صوف څخه راووېستل شول او خلک د څلورو نورو مړو د راوړلو لپاره صوف ته دننه شول.

د سکرو ډبرو په کان کې اورلګېدنې د ١١تنو ژوند واخيست

Category: 

پلخمري(پژواک ٣ مرغومى  ٩٠):د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان په يوه سمڅه کې ،د اورلګېدنې له امله،يولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 دنهرين ولسوال فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل،چې داپېښه نن سهار(دمرغومي په٣مه)ددې ولسوالۍ په چنارک سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

 دنوموړي په وينا،دې کسانو په غيرفني ډول له کان څخه د ډبروسکاره را وېستل، نو ښايي له دې امله په سمڅه کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې وي.

  هغه زياته کړه،چې په دې پېښه کې ١١ تنو ژوند له لاسه ورکړى دى.

په بغلان کې د سکرو د کان کارکوونکيو په اعتصاب لاس پورې کړ

Category: 

پلخمري (پژواک ٧ ورى ٩٠): د بغلان د کرکر، دودکش او اهندره د سکرو د کانونو نږدې څلور سوه کارګرو نن( د وري په ٧مه) په کاري اعتصاب لاس پورې کړ.

دغه کارګران وايي، چې له څلورو کلونو راپه دېخوا د هغوى معاشونه نه دي زيات شوي او لازم تجهيزات او امکانات هم نه لري.

د خصوصي سکتور چارواکي هم د دې ستونزو پخلى کوي او وايي، چې د توليد د زياتوالي په صورت کې به د کارګرو تنخواوې زياتې کړي.

د دغو کانونو عملي کار او استخراج څلور کاله مخکې خصوصي سکتور ته سپارل شوى دى.

Give us a call on +93 20 220 1814