د کانونو په برخه کې د مدني ټولنو د فعالو بنسټونو پېژندنه

۱- پر طبيعي منابعو د څار شبکه(NRMN):

پر طبيعي منابعو د څار شبکې موخه داده، چې د کانونو د استخراج په برخه کې د مدني ټولنو د ادارو او افرادو له خوا د اغيزمنې همغږي ، عدالت غوښتنې او څارنې اسانتیاوې برابرې شي . لويه موخه  داده ،چې د افغانستان د طبيعي منابعو سوله ييزه او دوامداره ګټه اخيستنه ډاډمنه کړي. دNRMNشبکه د ۱۳۹۱ لمريز کال د ليندۍ په ۲۸ مه نېټه رامنځته شوه. په دغه شبکه کې ۳۱ مهم افغان مدني سازمانونه او فعالين ګډون لري. شبکه د خپلو غړو څخه  يوه غړې اداره د خپلو ټولنيزو فعاليتونو د همغږي کولو لپاره د ۶ مياشتو لپاره ټاکې. 

برېښناليک: [email protected]

د اړيکې شمېره: 0787131645

 ويبپاڼه: www.af-nrmn.net  

 

۲-  د افغانستان د شفافيت او څار اداره - IWA

د افغانستان د شفافيت او څار اداره ) IWA ( د افغاني مدني ټولنې يو بنسټ دى، چې په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې د کابو ٣٠ کارکوونکو او ٢٥٠ رضاکارانو په ګډون د يوې خپلواکې مدني ټولنې په توګه رامنځته شوه، د دغه سازمان مرکزي دفتر په کابل کې دي، خو پروګرامونه يې بلخ، باميان، هرات، ننګرهار، لوګر او پروان ولايتونه هم تر پوښښ لاندې نيسي. د دې ادارې مشري د ډاکټر يما ترابي پر غاړه ده.) IWA (په ټول افغانستان کې د لاندې ارګانو په چوکاټ کې فعاليت کوي: محلي څارنه، دعامه خدمتونو څارنه، د سپړل شويو صنايعو څارنه، په محلي کچه د محاکمو څارنه او د بوديجې بررسي. د څارنې دغه اداره د هغو صنايعو د سپړلو مکانيزم څاري، چې د کانونو د سپړلو له نړيوالو معيارونو او د سوداګريزو محصولاتو د کمپنيو د پيروۍ کچې د سنجولو لپاره رامنځته شوي وي. د افغانستان د شفافيت او څار اداره د سپړل شويو صنايعو " د مدني ټولنې" د شفافيت د نوښت د بورډ يوه برخه ده.

برېښناليک: [email protected]

د اړيکې شمېرې: 0785617032- 0785431054

ويبپاڼه:   www.iwaweb.org

 

۳- د افغانستان د استخراجي صنايعو د شفافيت نوښت (AEITI ):

د استخراجي صنايعو د شفافيت نوښت  (AEITI ) يو نړيوال منل شوى رضاکاره معيار يا سټنډرد دى، چې  په استخراجي صنايعو کې شفافيت رامنځ ته کوي، د دې ادارې بنسټيزې دندې دهغه مقدار پيسو (ماليه)، چې کمپنۍ يې دولت ته ورکوي او هغه عوايد، چې دولت يې له دغو سرچينو څخه لاسته راوړي، د پروسې شفافه کول دي. داچې افغانستان د کانونو، تېلو او ګازو سترې سرچينې لري، نو د ٢٠١٠  زيږديز کال د فبرورۍ په مياشت کې د ناروې هېواد په پلازمېنه اوسلو کې د (EITI ) ادارې د بورډ له خوا افغانستان د نوماند هېواد په توګه ومنل شو او د همدې کال د جولاى په مياشت کې د (AEITI)سکرټريټ د ماليې په وزارت کې رامنځته شو، ترڅو په افغانستان کې ددې نوښت مشري وکړي، چې له دې سره سم افغان حکومت ټينګه  ژمنه وکړه، چې له دې نوښت څخه ټول لاسته راغلي تاديات او عوايد به په پوره شفافيت او اغېزمن ډول ترسره کوي. په افغانستان کې د استخراجي صنايعو د شفافيت نوښت اداره، چې د حکومت، ملي ټولنو او يو شمېر خصوصي کمپنيو څخه جوړه شوې اداره ده،  مشري يې د ماليې د وزير ډاکټر عمر زاخېلوال پر غاړه ده او په هرو درېيو مياشتو کې يوځل غونډه کوي.

برېښناليک: [email protected]

د اړيکې شمېره:      0794670707

ويبپاڼه:  www.aeiti.af

 

۴- د اداري فساد پروړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکه او ګډه کمېټه: (MEC)

په ٢٠١٠ زيږديز کال کې د لندن او کابل په نړيوالو کنفرانسونو کې افغانستان حکومت له  نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه ، ترڅو د فساد پروړاندې يوه افغاني – نړيواله د څارنې او ارزونې خپلواکه کمېټه جوړه کړي، چې دغه غوښتنه د نړېوالې ټولنې له خوا ومنل شوه، چې وروسته د ولسمشر حامد کرزي د ٦١ ګڼه فرمان له مخې، د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې دغه خپلواکه ګډه کمېټه  (MEC)د ٢٠١١ زيږديز کال په لومړيو کې رامنځته شوه. دا کمېټه د فساد پروړاندې د شپږو متخصصينو څخه، چې درې تنه يې افغاني او درې تنه نور بهرنيان دي جوړه شوې ده، د غړو ټاکل يې ديوې پروسې له لارې، چې د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د حکومت له لارې سرته رسيږي، ټاکل کيږي. د کمېټې مشري په هرو شپږو مياشتو کې د افغاني او نړيوالو غړو ترمنځ  يو بل ته سپارل کيږي.

د اداري فساد پروړاندې د څارنې او ارزونې  خپلواکه او ګډه کمېټه (MEC) لاندې دندې ترسره کوي. 
 ١- د فساد پروړاندې د سپارښتنو او بنچمارکونو جوړول
 ٢- د فساد پروړاندې د کورنيو او نړيوالو ادارو د کړنو څارنه او ارزونه
 ٣- د افغانستان و لسمشر، ملي شورا، خلکو او نړيوالې ټولنې ته په هرو شپږو مياشتو کې راپور ورکول

د اړيکې شمېره : ۰۷۹۷۵۱۵۸۷۱
برېښناليک: [email protected]

ويبپاڼه:   www.mec.af

 

۵- د افغانستان د ټولنيز بدلون او څېړنې سازمان ARSCO))

د افغانستان د ټولنيز بدلون او څېړنې سازمان ARSCO)) يو غير انتفاعي، غير سياسي او غير دولتي سازمان دى، چې په ٢٠١٠ زېږديز کال تاسيس شوى او عمدتاً د مدني ټولنې د ځينو مسلکي فعالانو او د پوهنتون له استادانو څخه جوړ شوى دى.

د بشري حقونو او مدني ټولنې ترويج، په افغانستان د څېړنې له لارې له سولې، غوره حکومتوالۍ او تلپاتې پراختيا له پياوړتيا څخه ملاتړ، د افغانستان د ګوښې شوې او زيانمنې مدني ټولنې په ځانګړي ډول ښځو، معلولينو، ماشومانو او ځوانانو ملاتړ، د عامه پوهاوى زياتوالى، ظرفيت جوړونه او په اقشار د کار او پروګرامونو د پراختيا تمرکزد (اى ار ايس س او) د ماموريت يا مسووليتونو څخه ګڼل کېږي، څو هغوى پر ځان بسيار کړي. ياد سازمان همدارنګه د کانونو په برخه کې هم د افغانستان د استخراجي صنايعو(AEITI MSG) د متقابلو ونډه لرونکو د شفافيت ډلې له بنسټونو او د طبيعي سرچينو د ما نيټورنګ له شبکې  (NRMN)سره غړيتوب لري.

سرچينه: مېرمن نيلاب حکيم

دنده: د ژوند چاپېريال او عمومي اړيکو همغږې کوونکې

برېښناليک : [email protected]

د اړيکو شمېره  :۰۷۹۹۸۹۰۹۰۹

 

۶- د افغانستان زرغونه ځوانان (AYG)

په ٢٠١٣ زېږديز کال کې د افغانستان د ژمنو ځوانانو يوې ډلې د ژوند چاپېريال د ستونزې عدالت غوښتنې ته د رسېدو لپاره، چې د ککړو اوبو او هوا له امله په ځانګړي ډول چې له امله يې په لويو ښارونو کې هر کال په سلګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا هم په بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي، "د افغانستان زرغونه ځوانان" تر نوم لاندې يو بنسټ رامنځته کړ، چې د يوه غيرې سياسي، غير انتفاعي او نادولتي مدني بنسټ په توګه فعاليت کوي.

د ژوند چاپېريال او طبيعي سرچينو پر وړاندې د ځوانانو لپاره د نظر پوښتنې د پروګرامونو، روشونو، سروې او څېړنې له لارې د شته اصلي ننګونو او فکتورونو پېژندنې پياوړتيا "د افغانستان زرغونه ځوانان" بنسټ ماموريت جوړوي.

اوسمهال "د افغانستان زرغونه ځوانان" په کابل کې د يوه مرکزي دفتر، په باميانو او دايکنډي ولايتونو کې د دوو ساحوي دفترونو په درلودو سره فعاليت کوي. دغه بنسټ د (پر طبيعي سرچينو د څار اداره او د افغان ښځو شبکه) په نامه له دوو شبکو سره په همکارۍ او همغږۍ د نړۍ د زرغونه ځوانانو بنسټ (Global Young Greens) د غړيتوب په درلودو سره فعاليت کوي.

محمدشفق

موسس او اجرائيوي رييس

Afghanistan Young Greens (AYG)

[email protected]برېښناليک:

[email protected]

د اړيکو شمېره:0093799707791

 

۷- د افغانستان زرغونه ځوانان (AYG)

د "هاينرېش بُل" بنسټ يو المانى بنسټ او د زرغون خوځښت يوه برخه ده، چې په ټوله نړۍ کې د سوسياليزم، لبراليزم او محافظه کارۍ د سياستونو په غبرګون کې رامنځته شوى دى. د دغه بنسټ مرکزي دفتر د جرمني په برلين کې دى او د نړۍ په ٣٠ نورو هېوادونو کې هم فعاليت لري.

د هاينرېىش بُل (HBS) بنسټ خپل فعاليتونه له ٢٠٠٣ کال راهيسې په افغانستان کې پيل کړي او اوسمهال يې فعاليت پر ځينو موضوعاتو لکه ډيموکراسي، ايکولوژي او همدارنګه د سولې او امنيت پر پاليسـۍ متمرکز دى.

دغه بنست د ژوند چاپېريال په برخه کې خپل فعاليتونه له ٢٠٠٥ کال راهيسې په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې پيل کړي او تر اوسه يې د ژوند چاپېريال او طبيعي سرچينو په برخه کې څو روزنيزې رسالې خپرې کړې دي.

د ژوند چاېيريال او طبيعي سرچينو په اړه په هشت صبح ورځپاڼه کې د مقالو، مرکو او راپورونو خپرول د دغه بنسټ د فعاليتونو يوه برخه ده.

په باميان، جوزجان، سرپل او لوګر ولايتونو کې د ژوند چاپېريال او کان کيندنې د محيطي اغيزو په اړه دعامه پوهاوي ورکړه او د ځايي بنسټونو د ظرفيت پالنې په برخه کې کار کول، د دغه بنسټ له نورو مهمو فعاليتونو څخه دي.

د ژوند چاپېريال او پروګرامونو او عمومي اړيکو لپاره همغږي کوونکى

د اړيکو شمېره: 0093-799890909

برېښناليک: [email protected]

ويبپاڼه: www.af.boell.org

 

 

۸- د اړيکو دفترThe liaison Office - (TLO) 

د اړيکو دفتر (TLO) يو نادولتي افغاني سازمان دى.

دغه بنسټ په ٢٠٠٣ ميلادی کال کې، کله چې د هېواد د سوېل ختيځ قومي مشرانو د دولت جوړونې په بهير کې د ګډون لپاره د مرستې غوښتنه وکړه، رامنځته شو او تر اوسه په ٢٥ ولايتونو کې فعاليت کوي، په کابل او څورو نورو دفترونو کې څه باندې ٧٠ کارکوونکي لري.

د TLO د اصلي او محوري فعاليت د حکومتوالۍ، دولت، عدالت او سولې په اډانه کې د ټولنو او سنتي حکومتي جوړښتونو ادغام دى. د اړيکو دفتر ادارې د ٢٠١٣ کال په پيل کې پر طبيعي سرچينو د څار شبکې غړيتوب ترلاسه کړ او له هغه وروسته يې د دې شبکې په همکارۍ او چوکاټ کې د کانونو په برخه کې خپل فعاليت پيل کړ.

د اړيکو د دفتر مشر: مسعود کړوخېل

برېښناليک: [email protected]

د اړيکو شمېره : 0700203527

ويبپاڼه: www.tloafghanistan.org

Give us a call on +93 20 220 1814