Article

په کابل ښار مايع ګاز په بېلا بېلو بيو پلورل کېږي

Category: 

کابل (پژواک ١٤ ورى ٩٠): په کابل ښار کې د يو کيلو مايع ګاز د عمده خرڅلاو بيه ٣٥ افغانۍ ده، خو په دولتي پلورنځيو کې يو کيلو ګاز په ٤٦ او په ځينو شخصي هټيو کې په ٥٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د بلخ په حيرتان بندر کې د غضنفر ګروپ شرکت يوه مسوول محمد ايوب غضنفر د وري پر ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو ټن ګاز په ٦٨٠ امريکايي ډالره (يوه کيلو په نږدې ٣١ افغانۍ) پلوري.

دى وايي، چې په کابل کې پرچون پلورونکيو ته يوه کيلو ګاز په ٣٥ افغانۍ ورکوي.

دغه راز په کابل ښار کې د فراهي په نوم د ګاز واردوونکي شرکت يوه مسوول احمد مجتبى وويل، چې نن په عمده ډول يو کيلو ګاز په ٣٥ افغانۍ پلوري.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي موادو رياست مشر احمد فريد د وري پر ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کابل ښار په ٣٠ دولتي پلورنځيو کې يو کيلو مايع ګاز په ٤٦ افغانۍ پلورل کېږي.

هغه وويل، چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي موادو رياست، مايع ګاز شاوخوا ٦ مياشتې مخکې يو ټن په شاوخوا ١١٠٠ امريکايي ډالره پېرلى او د پلور بيه يې د وزارت عالي شورا ټاکي.

د هغه په وينا، دا چې اوس د ګاز بيه رالوېدلې ده، دى به د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ته وړانديز وکړي، ترڅو په دولتي پلورنځيو کې د ګاز د بيې په اړه نوى تصميم ونيسي.

خو د ښار په هټيو کې د ګاز بيې له ٣٨ څخه تر ٥٠ افغانيو دي.

د کابل ښار د تايمني پروژې د سيمې يو ګاز پلورونکى محمد کريم وايي، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې يو کيلو ګاز په عمده ډول په ٣٥ افغانۍ اخلي او په ٣٨ افغانۍ يې پلوري.

د کابل ښار د ده افغانانو د سيمې يو هټېوال سيد منصور وايي، چې دى له غضنفر ګروپ له شرکت څخه په عمده ډول يو کيلوګاز په ٣٩ افغانۍ پېري او په پرچون ډول يې په ٤٥ افغانۍ پلوري.

Download “Pajhwok” mobile App, to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

Give us a call on +93 20 220 1814